واشنګټن ــــ د بخښنې د نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په ګډون د خیبرپښتونخوا حکومت، د پاکستان ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه غړي عارف وزیر برید او د هغه وژنه په کلکه غندلې ده.
د شنبې- خالي په شپه په ډېره اسماعیل خان ښار کې د عارف وزیر لویه جنازه وشوه، خو اصل جنازه به یې د مې په ۳مه د واڼه په غوا خوا سیمه کې کېږي او بیا به هملته خاورو ته سپارل کېږي. د دې تر څنګ د پښتونخوا او بلوچستان په ګڼ شمېر سیمو کې هم د هغه غایبانه جنازې شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل په یوه ټویټ کې له پاکستاني چارواکو په ټینګار غوښتي چې پر عارف وزیر د برید په اړه دې ازادې او اغېزمنې پلټنې وکړي او په پېښه کې لاس لرونکي کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.
د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت د عارف وزیر وژنه غندلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده. د وزیراعلی سلاکار اجمل وزیر رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، وزیراعلی محمود خان د جنوبي وزیرستان پولیسو او ضلعي انتظامیې ته د عارف وزیر د وژنې د پلټنو امر کړی دی.
د واڼه د پولیسو تاڼې ایس ایچ او نعمان وزیر بي بي سي ته ویلي، چې د عارف وزیر د وژنې مقدمه یې د نامعلومو کسانو په ضد درج کړې او پلټنې یې ورپسې پیل کړې دي. نعمان وزیر ویلي چې په واڼه او ټول وزیرستان کې یې د هر موټر تلاشي پیل کړې ده، خو تر اوسه یې په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د نیولو خبر نه دی ورکړی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د عارف وزیر وژنه په کلکه غندلې او ویلي یې دي که ریاست قبایلي سیمو ته په امن او ارامۍ راوستلو کې سنجیده وي، د دې پېښې دې بې طرفه او اغېزمن تحقیقات وکړي.
په بلوچستان کې د بې درکه بلوڅانو د تنظیم مشر ماما قدیر بلوڅ هم د عارف وزیر وژنه غندلې او تور یې پورې کړی چې هغه په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ظلمونو د ښکاره کولو له کبله وژل شوی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ پر 38 کلن عارف وزیر د برید او وژنې په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
پر عارف وزیر د جمعې په ماښام تر روژه مات مخکې په واڼه کې نامعلومو وسلوالو برید کړی وو او درې ډزې یې ویشتلی وو، چې له کبله یې هغه سخت ټپي شوی وو او لومړی ډېره اسماعیل خان او بیا د شپې ناوخته اسلام اباد ته یووړل شو، خو د مې په ۲مه یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
د عارف وزیر ورور سراج وزیر وايي، عارف په واڼه بازار کې پر یوه دوکان ناست وو او کله چې له هغه ځایه کور ته پخپل موټر کې روان شوی نو د تورو ښیښو په یوه موټر کې سپرو وسلوالو ورباندې ناببره ډزې کړې دي چې یوه ګولۍ یې پر سر، یوه پر لاس او درېیمه پر مټه لګېدلې وه.
د عارف وزیر د وژنې ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران تور پورې کوي چې نوموړی په واڼه کې د هغو وسلوالو له خوا وژل شوی چې ریاستي ادارې یې ملاتړ کوي، خو پوځ او حکومت د وسلوالو د ملاتړ تورونه تل رد کړي دي.