لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه:کرونا څخه دنړۍ یوه برخه هم خوندي نه ده پاتې،انساني اړتیاوې په بحران بدلې شوي


دکډوالو دپاره دملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار وایي ټوله نړۍ کې د کرونا وائرس له امله انساني اړتیاؤ د بحران شکل اخستی اؤ ددې اړتیاؤ پوره کولو دپاره په بیړني ډول د کار کولو ضرورت دی.

یو این ایچ سي ار دا هم ویلي چې ټوله نړۍ کې دجګړو،تاؤ تریخوالي اؤ شخړو له امله د اوو کروړو نه زیاتو انسانانو خپل کورونه پرېښودي اؤ د نړیوالې وبائي ناروغۍ کرونا وائرس له امله اوس ددغو کډوالو ستونزې نورې هم ور زیاتې شوي دي.

دجینوا څخه امریکا غږ پخپل راپور کې ویلي دا مهال د نړۍ یوه برخه هم له کرونا خوندي نه ده پاتې اؤ بل لوري ته په لکونو بې کوره خلکو په بې کچه بې وزله هیوادونو کې پناه اخستې ده

دملګرو ملتونو د کډوالو ادارې منځني ختیز کې دکډوال شوؤ لکونو مهاجرو د مالي مرستو غوښتنه کړې اؤ ویلي یې دي چې اوس دا خلک د لاک ډان په وجه کارونه هم نه شي کولی.

یو این ایچ سي ار وایي ۵۶شامي وګړو ګاونډي هیوادونو کې پناه اخستې ده اؤ دشام دننه تر ۶۰لکو زیات خلک بې کوره دي چې دوئ دخپل اړتیاؤ ترسره کولو اؤ روغتیا په لړ کې د ستختو مالي ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو دنړیوالې ادارې ویاندې اندریج ماهی سیس زیاته کړې چې لبنان،مصر،عراق اؤ اردن کې دمیشتو لکونو کډوالو روزګارونه ختم شوی اؤ دکرونا وبائي ناروغۍ له امله هغوئ اوس ځانله ډوډۍ هم نه شي ګټلی.

XS
SM
MD
LG