لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نړۍ کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره د درې نيم ميليونو نه سېوا شوه


د امريکې د جونز هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې د درې نيم ميليونو نه زيات خلک اغېزمن کړي او دوه لاکه ۴۷زره ۴۹۷ يې مړه کړي دي.

د پوهنتون ترمخه په کرونا وايرس اخته شوؤ کې ۱۱لکه ۲۷زره ۹۱۲ کسان صحتمند شوي هم دي.

د جونز هوپکنز پوهنتون شمېرې ښايي چې کرونا وايرس په نړۍ کې تر ټولو زیات خلک يواځې په امریکا کې اغېزمن کړي دي.

په امریکا کې د کرونا وايرس ۱۱ لکه ۵۸زره ۴۱ مثبتې پېښې مخې ته راغلي، ۶۷زره ۶۸۲ کسان يې مړه کړي او يو لک ۸۰زره ۱۵۲ ترې ښه شوي دي.

په امریکا کې د کرونا وايرس اووه ميليونه ۵۳ زره ۳۶۶ ټېسټونه شوي دي.

کرونا وايرس په سپېن کې دوه لکه ۱۷ زره ۴۶۶ کسان اغېرمن کړي او ۲۵زره ۲۶۴ يې مړه کړي دي.

په اټلي کې ده لکه ۱۰زره ۷۱۷ په کرونا وايرس اخته شوي ۲۸زره او ۸۸۴ کسان ترې مړه شوي دي.

په برتانیه کې د کرونا وايرس يو لک ۸۷زره ۸۴۲ مثبت پېښې ثبت شوي او ۲۸زره ۵۲۰ کسانو د کرونا وايرس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

کرونا وايرس په فرانس کې يو لک ۶۸زره ۹۲۵ وهلي ۲۴زره ۹۰۰ يې مړه کړي، په جرمني کې په يو لک ۶۵زره ۶۶۴ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۶۸۶۶ کسان ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG