لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وايرس بدل شوې نمونه نوره ګړندۍ خوريږي، امریکايي څيړنه


د امریکايي حکومت د سيوري لاندې په ترسره شوې يوه څيړنه کې ويل شوي چې د کرونا وايرس بدل شوې نوې نمونه د مخکنۍ په پرتله نوره په تېزۍ سره خوريږي.

د امریکې د توانايۍ د محکمې برخې د نوې مېکسيکو د لاس اېلېموس ليبارټرۍ سائنس پوهانو ويلي چې د کرونا وايرس د اصلي يا لمړي شکل نه بدل شوې نمونه درې میاشتې مخکې په يورپ کې مالومه شوې وه.

ويل شوي چې د مارچ د نيمايۍ پورې دا نمونه امریکا ختيځې برخې ته په تندۍ رسېدلې ده.

سائنس پوهانو په څيړنه کې بېړنی خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د کرونا وايرس د دې نوې نمونې د مخنيوي په لړ کې د ويکسين يا دوايانو د لارې حل را اوباسي.

د څيړنې په رپوټ کې ويل شوي چې د چين په وهان ښار کې لومړی کوم وايرس مالوم شوي، دې نوي وايرسو د مخکنيو په مقابله نور ډېر خلک په تندۍ سره اغېزمن کړي دي.

په څيړنه کې زياته کړی شوې چې د کرونا وايرس نوې نمونه زيات خلک اغېزمن کولی شي خو تراوسه پورې د دې علت نه دی مالوم شوی چې بل شکل ته څنګه بدل شوی دی.

د دې ترڅنګ ويل شوي د کرونا نوې نمونه زیاتې وژنې نه کوي خو په خلکو کې په تېزۍ سره خوريږي.

په څيړنه کې دا خبرداری هم ورکړی شوی که دا وبا د ګرمۍ سره راکمه نه شوه نو دا وايرس به نوي شکلونه بدلوي څنګه چې د دې په مخنيوي نوی کار کيږي.

په څيړنه کې ويل شوي چې د کرونا وايرس نوی علاج به محدود پاتې شي که چرته په نړيواله کچه سائنس پوهان مخې ته رانغلل او د دې مخنيوي یې ونه کړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG