لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست: په ماین چاودنه کې امنیه قومندان وژل شوی


د افغانستان سویلي خوست ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دې ولایت امنیه قومندان/ پوليس مشر سید احمدبابازی د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د خوست والي حلیم فدايي وايي تیره شپه طالبانو دنادرشاه کوټ ولسوالۍ دخواجه رحیم سیمه کې په یوې امنیتي پوستې جګړه روانه کړې وه او امنیه قومندان غوښتل د پوستې د ملاتړ لپاره ورشي خو په لاره کې ښخ شوی ماین پرې چاؤدېدلی دی.

فدايي ویلي په دې چاودنه کې د خوست امنیه قومندان سید احمد بابازی، د هغه سکټر فضل حق ساپی او دوه تنه ساتوونکي وژل شوي دي.

د دې پیښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د خوست والي محمد حلیم فدايي دا پیښه غندلې او مسئولیت يې په هغې وسله والې ډلې اچولې چې په وینا یې سولې ته ژمن نه دي او د سولې له دې رامنځته شوي فرصت څخه د افغان وګړود وژلو لپاره ګټه اخلي.

دا په دسې حال ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره دسولې توافق نامې د عملي کیدو په تړاو له خبرو کولو وروسته هند ته تللی.

د رپوټونو له مخې زلمی خلیلزاد د هند بهرنیو چارو وزیر او هغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره د سولې په تړاو بحث او خبرې کړي دي او په دې لیدنه کې د سولې لپاره د ترهګرو د امن ځایونو په لمنځه وړلو ټینګار شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG