لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي کې ۳۰پاکستانیان په کرونا وايرس مړه شوي،دپاکستان سفیر


سعودي عرب کې دپاکستان سفیر راجه علي اعجاز ویلي سعودي کې میشت ۱۵۰پاکستانیان په کرونا ناروغۍ اخته دي چې دهغوئ له جملي څخه ۳۰ مړه شوي هم دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ یوې غونډې ته د ویډيو دلارې خپله وینا کې سفیر راجه علي اعجاز ویلي دسعودي حکومت خپل هیواد کې د کرونا مخنیوي دپاره په فعالیتونو دبندیز ترڅنګ ګڼ ګامونه اخلي اؤ دې وبا نه اغیزمن شوؤ کسانو ته د روغتیا غوره اسانۍ ورکوي.

غونډې ته خپله وینا کې سفیر وویل چې تر اوسه سعودي کې ۳۰ پاکستانیان په کرونا مړه شوي اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محموو قریشي وویل د سعودي مننه کوؤ چې دخپل هیواد نه یې په زوره دپاکستان اؤ نورو هیوادونو د وګړو دنه ویستلو پرېکړه کړې ده.

دصحت دنړیوالې ادارې د شمیرو له مخې تر اوسه سعودي عرب کې ۳۳۷۳۱ کسان په کرونا وائرس اخته شوي اؤ ۲۱۹مړه شوي دي.

دسعوډی عرب د روغتیا چارواکي دعوه کوي چې دغه هیواد کې ۷۷۹۸کسان د کرونا وائرس له ناروغۍ بیرته هم جوړ شوي دي.

دکرونا وایرس د وبا خوریدو وروسته سعودي عرب په عمره هم بندیز لګولی اؤ مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي یې دعامو خلکو د نمونځونو دپاره تړلي دي خو ولې چارواکي وایي چې ددغو مقدسو جوماتونو مامورین په ډير کم شمیر کې ددې جوماتونو دننه نمونځ کولی شي.

دسعودي چارواکو تر اوسه پخلی نه دی کړی چې ایا سږکال به دنړۍ خلکو ته د حج اجازت ورکړي که نا

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG