لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان خلک د بې باورۍ له کبله د سرکار په لاس غریبانو ته زکات نه ورکوي


مردان، واشنګټن ــــ د پاکستان د سپریم کورټ له خوا حکومت ته د زکات په نوي نظام کې د بدلون تر سپارښتنې وروسته په هېواد کې دننه د زکات پر نظام هم پوښتنې را پورته شوې دي او ماهرین وایي شتمن خلک باید پخپله د زکات پیسې اړمنو خلکو ته و رسوي.

دا چې په پاکستان کې د ټیکسونو د نظام په رنګ په بیت المال هم د خلکو باور نه شته نو ځکه د روژې نه وړاندې اکاونټ لرونکي له بېنکونو نه پیسې و باسي چې حکومت ترېنه زکات وانه خلي.

دوې ورځې وړاندې سپریم کورټ حکومت ته ویلي وو چې د زکات د وېشلو صفا نظام جوړ کړي‌ او حقدارو ته د هغوی حق ورکړي. د اسلامي چارو ماهر اسرار احمد مدني وي او اې ډیوه ته وویل، چې په پاکستان کې د زکات موجوده نظام پر سیاسي بنیادونو ولاړ دی:

"د زکات لپاره یوه مشخصه اداره نه شته، چې کومې کومېټۍ د دې د وېشلو لپاره جوړېږي هغه ټولې په سیاسي بنیادونو جوړېږي، تر څو چې د دې لپاره یوه اداره جوړېږي نو خلک دې پخپله مجبوره کسان په نخښه کوي او هغوی ته دې خپل زکات ورکوي".

د پاکستان انګرېزي ورځپاڼې ډان هم د جمعې په ورځ پخپله اداریه کې دا خبره په ګوته کړې ده، چې د سپریم کورټ له خوا هم د زکات پر وېشلو او حقدارو ته یې پر رسولو پوښتنې را پورته شوې وې.

ورځپاڼه وایي سپریم کورټ په دې لړ کې د شریعت عدالت پخواني قاضي او دیني عالم مولانا تقي عثماني هم په پاکستان کې د زکات په نظام کې د بدلون سپارښتنې کړې وې او سپریم کورټ ویلي وو چې څرنګه د زکات پیسې پر بهرنیو سفرونو لګول کېږي.

د ډان ورځپاڼې د اداریې له مخې په پاکستان کې د زکات نظام پخواني پوځي واکمن جنرل ضیاءالحق د واکمنۍ په مهال په 1980مه لسیزه کې جوړ شوی وو، چې په بنیاد یې د روژې په لومړۍ ورځ د خلکو له پیسو نه دوه نیم فیصده زکات اخیستل لازمي ګرځول شوي وو.

خو د ورځپاڼې په وینا اوس خلک د روژې تر راتلو مخکې له خپلو اکاونټونو پیسې وباسي او یا د انعامي بانډونو اخیستلو په ذریعه ځانونه له زکات ورکولو بچ کړي، چې وایي دا د زکات پر موجوده نظام د خلکو بې باوري څرګندوي.

د اقتصادي چارو څېړونکی پروفیسر ډاکټر معراج الحق وایي، د ټیکسونو د نظام په رنګه د زکات په اوسني نظام کې هم د بېنکونو کاته لرونکي پر حکومت باور نه کوي:

"پر زکات وېشلو د خلکو تحفظات دي، په شفافه طریقه خلکو ته د هغه ګټه نه رسېږي چې رسول پکار ده، کوم زکات چې زموږ له پیسو کټ کېږي چې هغه حقداره او مجبوره خلکو ته ورسېږي، نو ځکه خلک تر روژې مخکې له بېنکونو خپلې پیسې وباسي".

څېړنې وایي د 1980م په لیسزه کې هم د شیعه مسلمانانو له خوا د بېنکونو په ذریعه د زکات پر اخیستو احتجاجونه شوي وو او په هغه وخت کې هم ځینو علماوو د زکات له لازمي اخیستو سره اختلاف کړی وو.

د پاکستان حکومت روان کال تر روژې مخکې د زکات اخیستو لپاره 46329 روپۍ نصاب [د زکات ټاکلې اندازه] ټاکلې وې او بېنکونو ته یې ویلي وو چې د خلکو له امانت پیسو دې په سلو کې د دوه نیمو روپیو په حساب زکات واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG