د پېښور هايکورټ د سوات په څانګه (درالقضا) کې په ۲۲ کارکوونکو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او له هغې وروسته د سوات څانګه تړل شوې ده.
راپورونو وايي د دغو کار کوونکو نه علاوه د نورو ټېسټونه هم لېږل شوي چې د نورو کسانو د کرونا وايرس مالومات هم وشي.
د هايکورټ بار د وکيلانو د اتحاديې مشر افتخار احمد ويلي په کار کوونکو کې د کرونا وايرس د پخلي وروسته یې عدالت ته خواست کړی چې عدالت دې د نامالومه وخته پورې وتړل شي.
د پېښور هايکورټ رجسټرار خواجه وجيهه الدين پرون د جمعې په ورځ ويلي چې د سوات درالقضا به د ۱۷م می پورې تړلي وي او په ۱۸م می به کار پېل کيږي.
د خېبرپښتونخوا سوات هم يوه د هغو ضلعو نه ده چرته چې د کرونا وايرس پېښې زياتې مخې ته راغلي دي.
د صوبې د صحت د محکمې د شمېرو ترمخه تراوسه پورې په سوات کې ۲۰ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.
په سوات کې د اتمې می پورې په ۳۱۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۷۵ ترې روغ شوي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د کروا وايرس نه د مړو شمېره بيا هم د نورو صوبو په پرتله سېوا ده.
په پښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۲ کسان مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۲۲۱ ته رسېدلې ده.
په پښتونخوا کې د کرونا وايرس نه ۴۳۲۷ کسان اغېزمن شوي او ۱۰۳۳ ترې صحتمند شوي دي.