لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حریم شاه:داسې ځلمي سره واده کووم چې په مینه اؤ‌ درناوي پوهیږي


دټولنیزې رسنۍ ټيک ټاک څخه مشهورې شوې پښتنې پېغله حریم شاه وایي د نورو پېغلو په څېر هغه هم غواړي چې واده یې وشي‌ خو واده به د یو داسې چا سره کوي چې هغه په مینه ، درناوي اؤ دملګرتیا په معنا پوهیږي.

د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمد خان سره خپله مرکه کې حریم شاه ویلي هره پېغله د ځان خوندي کولو په خاطر واده ته اړتیا لري خو د واده سره دخلکو په اوږو ذمه وارۍ هم سیوا شي .

هغه وایي فعلاً لا د واده کولو خیال نه لري ځکه چې په ځان کې د ددغو درنو ذمه واریو سرته رسولو توان نه ویني اؤ چې کله یې یې د واده اراده وکړه نو بیا به له خپل واده خپل ټول مینه وال خبر کړي.

د خیبر پښتونخوا دمانسهرې سیمې سره تعلق لرونکې حریم شاه چې متنازعه ویډیوګانو یې په پاکستان کې په دې وروستیو کې سخت جنجالونه هم راپارولي وؤ ، دهغې په هکله ځېنو رسنیو دا دعوې هم کړي دي چې وړاندې یې واده شوی ؤ اؤ یوه لور هم لري خو بیا یې له خپل میړه طلاق اخستی.

حریم شاه خپل ځاني تر اوسه دې دعوؤ ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

حریم شاه وایي هغې چې په ژوند کې څه غوښتي ترلاسه کړي یې دي اؤ شهرت یې هم ښه ډیر وموندلو اوس هغه غواړي چې د میرمنو اؤ پیغلو دحقونو دپاره کار وکړي.

هغې زیاته کړه په نزدې ورځو کې ورته ګواښونه هم شوي وؤ خو وایي هغه له ګواښونو نه ویریږي اؤ له خطرو سره په لوبو کولو کې رالویه شوې ده.

حریم شاه وایي په ماشوموالي یې دسبق سره زیاته مینه لرله ځکه نو دسبق په وجه ترې خپل کور کلی پاتې شو اؤ په پېښور،اسلام اباد اؤ لاهور کې یې د ژوند زیاته برخه تیره کړه.

هغه وایي دپاکستان زیات سیاستدانان یې له نزدې لیدلي خو دخوښې سیاستمدار یې عمران خان اؤ شاه محمود قریشي دي.

وایي په اسلام اباد غوندې ګران بیعه ښار کې چې ژوند کوي نو دخپلو اړتیاؤ ترسره کولو دپاره زیات محنت هم کوي اؤ په ډير محنت خپل مصارف پوره کوي.

XS
SM
MD
LG