لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل برید: له اووه کلن انتظار وروسته د یوې مور زېږېدلی د افغانستان د سباوون "امید" هم و وژل شو


واشنګټن ـــــ دوې ورځې وړاندې په کابل کې پر یوه روغتون په برید کې څلرویشت تنه وژل شوي وو، چې په هغوی کې دوه نوي زېږېدلي ماشومان وو او په دغو دوو ماشومانو کې یو د خپل مور و پلار د اوږدې بې اولادۍ د ختمېدو زېری وو ځکه ورباندې "امید" نوم ایښودل شوی وو.

د امید مور زینب وایي اووه کاله وروسته یې زوی زېږېدلی وو، چې وایي هغه او کورنۍ یې ورته زښته ډېر خوشاله وو، خو وایي اوس دا هر څه په ډېر لږ وخت کې بیرته تباه شول او د دوی د غم لړۍ یې بیرته سره پیوند کړه.

زینب د افغانستان د بامیانو ولایت اوسېدونکې ده، هغه وایي د زوی تر زېږېدو وروسته د روغتون په اجازه یوه ګنټه وروسته خپل کور ته روانېدونکي وو، چې ناببره ډزې پیل شوې او له خپل "امید" سره کور ته د ستنېدو ارمان پوره نه شو.

زینب وایي دا تشناب ته تللې وه چې د ډزو په اورېدو سمدستي بهر را ووتله، خو وایي د دباندې خونړي منظر په لیدو لا تر زوی بیرته نه وه رسېدلې چې بېهوشه شوه.

د زنیب خواښې زهرا محمدي رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د ماشوم زېږېدو لپاره یې خپله نږور د دې لپاره کابل ته بوتله چې څه روغتیایي ستونځه ور پېښه نه شي، خو وایي اوس د خپل لمسي "امید" له مړي سره بیرته بامیانو ته ستنېږي.

مېرمن زهرا وایي کله چې یو برید کوونکی د روغتون ښځینه څانګې ته ور ننووت، نو پر نویو زېږېدلیو ماشومانو او د هغوی پر میندو یې ناببره ډزې پیل کړې، وایي په دې حال کې ځینو ښځو تر کټونو لاندې د پټېدو هڅه وکړه خو وایي بیا یې هم ونه بخښلې.

له جګړو ستړې سپین سرې زهرا وایي "موږ پر ماشوم د "امید" نوم ایښی وو، د افغانستان د سوکاله سباوون امید، له اوو کلونو وروسته د یوې مور د ژوند امید، خو دا هر څه ختم شول".

د اتاترک په نوم د ماشومانو دغه روغتون چې- وسلوال پکې د "امید" په ګډون لسګونه تنه و وژل- د کابل په دشت برچي سیمه کې دی. د دې روغتون مشر حسن کمال وایي، د خپلې شل کلنې کاري تجربې په مهال داسې بوږنوونکی او وحشیانه برید نه وو لیدلی.

د دې خونړي برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو افغان حکومت یې پر طالبانو او داعش ډلې ور اچوي او طالبانو نه یواځې په دې برید کې لاس لرل رد کړي بلکې غندلی یې دی او افغان حکومت او داعش ډله یې په دې برید کې تورن کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG