لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ اټکل کوي چې د کورونا واکسین به د کال تر پایه جوړ شي


ولسمشر ټرمپ د مې په ۱۴ نېټه د سپینې ماڼۍ په چمن کې د کورونا د واکسین په اړه خبریالانو ته مالومات ورکول.
ولسمشر ټرمپ د مې په ۱۴ نېټه د سپینې ماڼۍ په چمن کې د کورونا د واکسین په اړه خبریالانو ته مالومات ورکول.

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، دی ډاډه دی چې ددې کال تر پایه به د کورونا واکسین تیار او ډېر ژر به خلکو ته ورسېږي.

ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل: "زه فکر کوم چې د واکسین رسول به هم په بیړه وشي ځکه مونږ په دې برخه کې هلې ځلې تېزې کړې دي."

ټرمپ زیاته کړه په دې اړه به نور تفصیل د جمعې په ورځ ورکړل شي.

د ولسمشر دا اټکل پارلمان ته په دې اړه د مالوماتو له ورکولو سره توپیر لري.

د واکسین د حکومتي ادارې لېرې کړای شوي مشر وکیلانو ته وویل:

"مونږ داسې کوم پلان نه لرو چې د کورونا واکسین دې په ډېره پیمانه تولید او ووېشل شي. د داسې یو واکسین هیله له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو کېدای شي کچېرې هر څه سم پر مخ ولاړ شي."

ډاکټر ریک برایټ زیاته کړه، "مونږ هېڅکله هم داسې نه دي لیدلي چې هر څه دې په سمه توګه پرمخ ولاړ شي."

په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس تر ۹۰ زیات واکسینونه د پرمختګ په حال کې دي.

د جرمني کیوروېک کمپنۍ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې د دوی لخوا یو جوړ شوي واکسین باندې حیوانات له وایرس څخه ژغورل شوي دي او کلنیکي ازمېښت به یې په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.

برایټ د استازو د جرګې یا هاوس اف ریپرېزینټیټیو یوې کمېټې ته ویلي دي، چې د کوېډ ۱۹ په اړه د ده لخوا پر وخت خبرداري ته پام نه وه شوی او حکومت د وبا غبرګون ته سم نه و چمتو.

په امریکا کې د کورونا وایرس له امله تر بل هر هېواد زیات کسان مړه شوي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې په امریکا کې له ۱.۴ میلینو زیات کسان په کورونا اخته او تر ۸۶۰۰۰ زیات مړه شوي دي.

په ګرده نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر نږدې څلور نیم میلینه او د مړو شمېر له درې لکو څخه اوختی دی.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG