لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نورو ۳۳ کسانو مړه کېدو سره د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۸۰۳ ته ورسېده


په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۳۳ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي او په ملک کې د اغېزمنو شمېره ۳۷زره ۸۲ ته رسېدلې ده.

په ملک کې د کرونا وايرس نه ۸۰۳ کسان مړه شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په تېر شوا روز کې په ۱۳زره ۷۰۰ شوؤ ټېسټونو کې په ۱۴۳۰ کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا وایرس مالومولو دپاره د درې لکه ۴۴زره ۴۵۰ کسانو ټېسټونه شوي دي.

دولتی شمېرې وايي په ملک کې په کرونا وايرس اخته لس زره ۱۵۵ کسان صحتمند شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه د نورو نهه کسانو د مړه کېدو سره په صوبه کې د مړو شمېره ۲۸۴ ته رسېدلې ده.

ويل شوي په صوبه کې په ۵۴۲۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۱۵۰۵ ترې روغ شوي دي.

په سند صوبه کې هم کرونا وايرس نور نهه تنه مړه کړي دي. په سند کې د کرونا وايرس نه ټول ۲۴۳ تنه مړه شوي، ۱۴زره۹۹ اغېزمن شوي او ۳۰۷۳ ښه شوي دي.

په پنجاب کې تازه ۱۱ تنه کرونا وايرس مړه کړي چې ورسره په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۲۳۴ ته رسېدلې ده. پنجاب کې په ۱۳زره۹۱۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۴۷۲۰ ترې صحمتند شوي دي.

بلوچستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د درې کسانو د مړه کېدو سره په صوبه کې د کرونا وایرس نه د مړه شوؤ شمېره ۳۰ ته رسېدلې ده. بلوچستان کې ۲۳۱۰ کسان کرونا اغېزمن کړي او يواځې ۳۴۲ ترې ښه شوي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا وايرس نه ټول اووه، په ګلګت کې څلور او په ازاد کشمير کې يو تن مړ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG