لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا پر پوځي اډې برید کونکی الشامراني د القاعده و


Saudi US Pompeo
Saudi US Pompeo

واشنګټن: د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (اف بي آی) داسې معلومات په ډاګه کړل چې تېر کال د امریکا په یوې پوځي اډه باندې برید کونکي وسلوال سعودي له القاعده سره اړیکې درلودې.

د اف بي آی د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د دغه برید پلان په څو کلونو کې نیول شوی وو.

دغه معلومات وروسته له هاغې ترلاسه شول کله چې اف بي ای مامورینو د محمد سعید الشامراني په نامه د وسوال برید ګر ټیلیفونونه خلاص کړل.

دغه څرګندونې د لوی سارنوال ویلیم بار او د اف بي آی د مشر کریسټوفر رې لخوا په یوې ویډیوي خبري غونډه کې وشوې.

الشامراني چې د سعودي عربستان په هوايي ځواک کې یې کار کاوه د امریکا په یو یو روزنیز مرکز کې د ډیسمبر په شپږمه نېټه په یو ټولګي کې په خپلو ډزو کې درې امریکايي سمندري سرتیري ووژل او اته نور سخت ژوبل کړل.

الشامراني بیا په خپل یو ټیلیفون باندې هم ډز وکړ او کله چې یې په دوهم ټیلیفون باندې د ډز کولو هڅه کوله د پولیسو لخوا ووژل شو.

په جنورۍ کې بار دغه برید یو ترهګریز برید وګاڼه او له اپل کمپنۍ څخه یې وغوښتل چې ددغه ټیلیفون په خلاصولو کې مرسته وکړي.

اپل د خلکو د پټو معلوماتو د ساتلو له امله دغه غوښتنه رد کړه تر څو چې بیا د اف بي آی د کمپیوټر پوهانو د یوې میاشتنۍ هڅو وروسته دغه ټیلیفون پرانېستل شو.

امریکايي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې الشامراني د جهادي مفکوري تر اغیزې لاندې وو خو د هغه له ټیلیفون څخه له ترلاسه شویو معلوماتو دا څرګندیږي چې دغه په ۲۰۱۵ کال کې توندلاری شوی وو او بیا یې کلونه د برید لپاره تیاری کاوه چې بیا د یو ځانګړي برید د ترسره کولو لپاره د سعودي عربستان له هوايي ځواک سره یوځای شو.‌

د امریکا په پوځي روزنیزو مرکزونو کې د تېرو ۲۰ کالو راهیسې تر یو میلیون زیات کسان روزل شوي‌ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG