دافغانستان دطالبانو مشر هیبت الله اخونزاده ویلي طالبان امریکا سره د قطر په تړون ولاړ دي اؤ امریکا هم باید دخپل مسولیت په سرته رسولو دا مهم فرصت دلاسه ورنکړي.
د وړوکي اختر په اړوند مطبوعاتو ته پخپل یو لیږلي پیغام کې دطالبانو مشر ویلي که چرې د دوحې په تړون داخلاص سره عمل وشي نو دا د ټولو خواؤ په ګټه تمامیږي.
پخپل دې پیغام کې ملا هیبت الله اخونزاده دامریکا په مخاطب کولو سره ویلي دي چې باید کوم دریم فریق یا ډلې ته دې اجازه ورنکړي چې هغوئ په نړیواله کچه دمنل شوي دې تړون دعملي کیدو مخې ته خنډان راولاړ کړي.
هغه نه ده ښکاره کړې چې د دریم فریق نه یې اشاره چاته ده خو په دې نزدې ورځو کې د افغان دولت اؤ طالبانو اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ د قطر د سولې د تړون باوجود دواړه خواوې نه یوازې یو بل ته د جګړو ګواښونه کوي بلکې زیاتره مهال افغان ځواکونه اؤ طالبان په یو بل بریدونه هم کوي.
طالب مشر وایي د قطر دسولې تړون دافغانستان اؤ امریکا د ګټو ضامن دی اؤ دستونزو دهواري یوه غوره لاره په لاس ورکوي ځکه نو باید د سولې تړون ټکی په ټکی عملي کړل شي.
هغه پخپل دې پیغام کې دطالبانو واکمنۍ ته د رسیدو په صورت کې د ښځو د حقونو اؤ ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په اړوند هم خپله رایه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي ښځو ته دهغو ټولو حقونو په ورکولو قائل دي چې اسلام ورکړي اؤ دافغاني عنعناتو سره په ټکر کې نه دي.
هغه ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو هوډ هم څرګند کړی اؤ ویلي یې دي یوازې د دوحې په تړون دعمل کولو دلارې افغانستان کې جګړې ختمیدی شي.
دطالبانو مشر خپل دا پیغام په داسې مهال خپور کړی چې قطر کې طالب مشرانو سره له لیدنې وروسته افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان په سفر دی اؤ ټاکل شوې ده افغان چارواکو سره به لیدنه کې هغوئ طالبانو سره تاؤ تریخوالي راکمولو ته تشویق کړي.
کابل ته زلمي خلیلزاد خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې سږکال په ۲۹مه فرورۍ دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ د جوړ جاړي دتړون لاسلیک کیدو باوجود افغانستان کې دجګړو اؤ بریدونو لړۍ تم شوې نه ده اؤ پرون د سه شنبې په ورځ هم دافغانستان دوؤ بیلابیلو سیمو کې د روژه ماتي په مهال په دوؤ جوماتونو د وسله والو ډزو کې لږ تر لږه ۱۳نمونځ کوونکي وژل شوي وؤ.
همدا شان تیره اوونۍ په کابل کې دماشومانو د زیږون په یو روغتون اؤ ننګرهار کې دجنازې په مراسمو د بریدونو له امله تر ۵۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ.
طالبانو ددې بریدونو دمسولیت قبلولو نه انکار کړی خو افغان دولت ددې ترهګریزو بریدونو ترشا دطالبانو لاس ګڼي اؤ ولسمشر اشرف غني خپلو قواؤ ته په طالبانو دځوابي بریدونو امر کړی دی.