لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقاسم علي خان جومات پځائ داځل حکومتي وزیران خپلو کې په اختر وران شوي دي


پاکستان کښې اختر په یوه ورځ دکولو معامله بیا د شخړې ښکار شوې ده خو دا ځل دا شخړه د پیښور قاسم علي خان جومات اؤ د میاشت لیدنې دمرکزی دولتي کمیټې تر مینځ نه بلکې د دوؤ وزراتونو مینځ جوړه شوې ده.

دپاکستان دسائنس اؤ ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چودهدری وایي ددوئ د وزرات ترمخه به په څلیریشتم مئ یعنې داتوار یا یکشنبې په ورځ وړوکی اختر وی وي خو د مذهبي چارو وزیر بیا وایي چې د اختر اعلان به روهیت هلال یا دمیاشت لیدنې مرکزي کمیټه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دسعودي عرب اؤ افغانستان په ګډون په ګرده اسلامی نړۍ کې سبا داتوار په ورځ وړوکی اختر نمانځل کیږي خو پاکستان کښې دموسمیاتو محکمې له وړاندې څخه ویلي چې دخالي په ورځ دمیاشتې دلیدلو امکان ډير کم دی.

اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې دپاکستان دسائنس اؤ ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري ویلي میاشت پیدا شوې ده اؤ نن به د نمر پریوتو په وخت دمیاشتې عمر ۲۰ ساعته وي چې دسندهـ په بدین،سانګهړ اؤ ټهټهه سیمو کې به دلیدلو جوګه وي.

هغه ویلي چې دشوال میاشت به د ماښام اوؤ بجو اؤ ۳۶دقیقو څخه تر اتوؤ بجو اؤ ۱۵دقیقو ولاړه وي.

هغه ویلي که چرې دموسمیاتو محکمه دا وایي چې د خراب موسم له امله به میاشت ونه لیدل شي نو دا یو بې ځایه سپیناوی دی.

هغه ویلي دنړۍ ټولو اسلامي هیوادونو کې د اتوار په ورځ اختر دی نو پاکستان کې به هم سبا داتوار په ورځ اختر وي.

خو په عین حال کې دمذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري پخپل یو بیان کې ویلي چې د وړوکي اختر شرعي پرېکړه به نن د میاشت لیدنې مرکزي کمیټه پخپله کیدونکې غونډه کې کوي.

هغه ویلي د میاشت لیدنې کمیټۍ چې د میاشت لیدلو په اړوند هره پرېکړه وکړه دپاکستان حکومت اؤ اولس به اختر به دهغې په اساس کوي.

تر دې دمخه هم پاکستان کې اکثر د روژې اؤ اختر دمیاشتو په لیدلو اختلافونه لیدل شوي اؤ په بیلابیلو ورځو اختر اؤ روژه ویشل کیږي.

پېښور کې قاسم علي خان جومات زیاتره مهال دمیاشت لیدنې دکمیټې نه یوه ورځ وړاندې د روژې اؤ اختر اعلان کوي اؤ پرون هم دجمعې په ورځ دغه جومات کې د میاشت لیدنې دغیر دولتي کمیټې غونډه شوې وه ترڅو داختر دمیاشتې دلیدلو په اړوند پرېکړه وکړي.

خو دمفتي شهاب الدین پوپلزئ په مشرۍ دغه غونډې پرېکړه وکړه چې داختر میاشت نه ده لیدل شوې ځکه نو اختر به د اتوار په ورځ وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG