لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:طالبان دې نوره جګړه بس کړي،هېله ده دافغانانو خپل منځي خبرې زر پیل شي


د یکشنبې به ورځ ارګ کې د اختر دنمونځ په مهال خپله وینا کې ولسمشر غني ویلي دهغه حکومت د طالب بندیانو دخوشې کولو لړۍ چټک کوي خو طالبان هم باید دافغان دولت بندیان زر ترزه خوشې کړي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني په طالبانو غږ کړی دی چې نوره جګړه بس کړي اؤ دسولې دخبرو دلارې دلانجې حل ته غاړه کښیږدي.

هغه دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې طالبانو د کوچني اختر په درېوؤ ورځو کې د اوربند اعلان کړی اؤ خپلو وسله والو ته یې ویلي چې په دې ورځو کې باید د بریدونو نه لاس واخلي.

د یکشنبې به ورځ ارګ کې د اختر دنمونځ په مهال خپله وینا کې ولسمشر غني ویلي دهغه حکومت د طالب بندیانو دخوشې کولو لړۍ چټک کوي خو طالبان هم باید دافغان دولت بندیان زر ترزه خوشې کړي.

تیرکال طالبانو په قطر کې امریکې سره د سولې تړون کړی چې ددغه تړون له مخې به دطالبانو پینځه زره بندیان خوشې کیږي خو افغان دولت په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې که طالبان دځان سره بندي افغان پوځيان اؤ‌ پولیس خوشې نکړي نو هغوئ به هم د طالبانو نور بندیان نه خوشې کوي.

ولسمشر غني وویل طالبان باید نور افغانانو ته زیان ونه رسوي ځکه چې د افغانستان هر وګړی وژل کیږي یا ژوبل کیږي تاوان یې دافغانستان ملت ته رسیږي.

هغه دطالبانو لخوا د اختر په موقعه درې ورځنی اوربند وستائیلو اؤ وئ ویل هغه هم تیره شپه افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې باید د اوربند خیال وساتي اؤ یوازې دفاعي حالت غوره کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې دافغان دولت د سولې مرکچي پلاوی خبرو ته بشپړچمتووالی لري اؤ هیله یې ښکاره کړه چې دافغانانو خپل منځي دسولې خبرې زر پیل شي.

هغه دچا له نوم اخستلو پرته وویل چې ځینې کړۍ طالبان لمسوي چې باید اوربند ونه کړي ځکه چې دې سره یې سیاسي قد راټیټیږي خو ولسمشر غني روښانه کړه چې طالبان یو واقعیت دی اؤ دوئ دخبرو په میز خپل مقام جوړولی شي.

هغه وویل که طالبان اوربند وکړي نو په دې سره به ددوئ کمزوري نه شي بلکې د دوئ قوت به ورسره ښکاره شي اؤ اوربند د ټول افغان ولس غوښتنه هم ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG