لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د کرونا وايرس څخه نور ۳۲ تنه مړه شوي، د مړو شمېره ۱۱۳۳ شوه


په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۳۲ تنه د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د وايرس څخه د مړو شمېره ۱۱۳۳ ته ورسېده.

د صحت د محکمې د شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په نورو ۲۱۶۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او په ملک کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۵۴زره ۵۹۴ ته رسېدلې ده.

ويل شوي په دې وايرس ۱۱زره ۱۹۸ کسان ښه شوي هم دي.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نورو صوبو په پرتله د کرونا وايرس نه د مړو شمېره په خپل ځای سېوا ده او په تېر شوا روز کې دې وایرس نور اته تنه مړه کړي دي.

په پښتونخوا کې په ۷۶۸۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۲۳۹۶ ترې صحتمند شوي دي.

سند

په سند صوبه کې د کرونا وايرس له امله د نورو ۱۴ کسانو د مړه کېدو سره په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۳۵۴ ته سېوا شوې ده.

په سند کې په ۲۱زره۶۴۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۷۲۱۳ترې ښه شوي دي.

پنجاب

په پنجاب صوبه کې د کرونا وايرس څخه د اته نورو کسانو مړه کېدو سره د مړو شمېره ۳۳۲ ته رسېدلې ده.

په پنجاب کې په کرونا وايرس ۱۹زره۵۵۷ کسان اخته شوي او ۶۰۵۰ ترې صحتمند شوي دي.

بلوچستان

په پاکستان کې بلوچستان صوبه هغه ده چرته چې کرونا وايرس ډېر خلک نه دي مړه کړي په دغه صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وايرس اخته نور کسان نه دي مړه شوي خو تراوسه پورې په دې وايرس اخته ۳۹ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بلوچستان کې په ۳۳۰۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۸۶۰ ترې ښه شوي هم دي.

کرونا وايرس په پلازمينه اسلام اباد کې ۱۴،په ګلګت بلتستان کې څلور او ازاد کشمير کې يو تن مړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG