لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن: نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په امریکا کې د پوځ په لیکه کې د قربانیانو د یاد د ورځې یا مموریل ډې په توګه لمانځل کېږي چې د هغو کسانو قدرداني وشي چاچې دغه هېواد ته قربانۍ ورکړي.

د امریکا د ولسمشر ډآنلډ‌ ټرمپ په امر په ټوله امریکا کې له جمعې څخه تر اتوار یا یکشنبې پورې هم د امریکا بیرغونه له کورونا څخه د کابو یو لک امریکایانو د مړینې له امله نیم ښکته شوي وو.‌

په امریکا کې د نورې نړۍ په پرتله د مړینو شمېره ډېره زیاته ده چې په هغو کې د امریکايي چارواکو په وینا تر زرو زیات پخواني پوځیان هم وو.

دغه ورځې په امریکا کې د اوړي د موسم غیر رسمي پیل هم دی خو د یو او بل نه د فاصلې په ساتلو او له بهر څخه په راتلونکو کسانو باندې له ځینو محدودیتونو سره، او د میلیونونو کسانو په بې کاره کېدو سره به دا د تېرو کلونو په پرتله توپیر ولري.

ټرمپ به د ارلینګټن قبرستان ته د ګلو ګیډۍ ویسي او بیا لږ وخت د بالټیمور په فورټ مک هینري کې تېر کړي چېرې چې په ۱۸۱۲ کې د امریکا تاریخي جګړه شوې.

د بالټیمور ښاروال جک ینګ له ولسمشر څخه غوښتي چې ورنشي. د هغه په وینا دا به د بالټیمور خلکو ته غلط پیغام ورکړي ځکه هغه له خلکو غوښتي چې سفرونه دې نه کوي.

ټرمپ تر اوسه پورې د ماسک تړل رد کړي دي او ینګ ویلي،‌ چې د ټرمپ سفر ضروري نه دی.

روغتیا پوهانو او سیمیزو چارواکو له خلکو غوښتي چې بیچونو، مېلو او د باندې پخولو پر وخت دې له یو او بل څخه ټولنیز واټن وساتي.

د سپینې ماڼۍ د کورونا د کاري ځواک یوې غړې ډاکټر ډیبورا برکس ویلي، هغه ډېره اندېښنه لري کله چې د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه ډک انځورونه او ویډیوګانې وینې چې خلکو پکې ماسکونه نه دي تړلي.

هغې فاکس نیوز ته وویل، مونږ پوهېږو چې د باندې وتل مرسته کوي، مونږ پوهېږو چې لمر وایرس وژني خو دا حقیقت نه بدلیږي چې خلک باید له یو او بل څخه فاصله وساتي.

هغې وړاندې وویل، زه غواړم دا پیغام ټولو امریکایانو ته ښکاره ورسوم چې وایرس تر اوسه هم شته.

د نیویارک ګورنر انډریو کوامو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، د دغه ایالت د بیا پرانېستلو پرېکړه یې کړې.

نیویارک په امریکا کې تر ټولو زیات ځپل شوی ایالت دی خو کوامو وایي، چې اوس د کورونا شمېر په کمېدو دی.

په نورې نړۍ کې حال داسې دی چې فرانسې د ګل یا دوشنبې په ورځ پر پوله د لګېدلو محدودیتونو لېرې کېدل پیل کړي او له نورو هېوادونو څخه کډوالو کارکونکو او سیلانیانو ته یې د ورتګ اجازه ورکړې.

اسپانیې هم ځینې بیچونه پرانیستي. په مېډرېډ او برسېلونا کې له لسو څخه د زیاتو کسانو راټولېدو ته اجازه ورکړل شوې او موزیمونو ته هم لږ خلک پرېښودل کېدل.

په برازیل کې بیا ۶۵۳ کسان نور له کورونا څخه مړه شوي دي او په ټوله نړۍ کې له امریکا څخه وروسته دوهم زیات ځپل شوی هېواد دی چې په کورونا د اخته کسانو شمېر پکې له ۳۶۰۰۰۰ څخه اوختی دی.

جنوبي کوریا پلان لري چې خلک به یې د ټکسي او عامه ټرانسپورټ د کارولو پر وخت سر له نهې یا سې شنبې څخه ماسکونه تړي.

همدا ډول په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې به هم سر له شورو یا چهارشنبې څخه د ماسکونو تړل لازمي وي.

په جنوبي کوریا او استرالیا کې زیات ماشومان په روانه اونۍ کې ښونځیو ته ځي.

په ګرده نړۍ کې په کورونا باندې تر ۵.۵ میلیونو زیات کسان اخته او له ۳۴۷۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG