لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره ۱۲۶۰ ته ورسېده


په پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۳۶ کسان مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره ۱۲۶۰ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په تېر شوا روز کې په ۲۰۷۶ نورو کسانو کې د کرونا وايرس پېښې مخې ته راغلي چې ورسره په ملک کې د کرونا وایرس نه د اغېزمنو ټوله شمېره ۶۱زره ۲۲۷ ته سېوا شوې ده.

د سرکاری شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته ۲۰زره۲۳۱ کسان صحتمند شوي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې په سند صوبه کې مخې ته راغلي دي، په سند کې په ۲۴زره۲۰۶ او بيا په پنجاب کې ۲۲زره۳۷ مثبتې پېښې رپوټ شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا په وايرس اخته ۸۴۸۳ او بلوچستان کې دغه شمېره ۳۶۱۶ ده.

خو د کرونا وايرس نه زيات مړي په خېبرپښتونخوا کې شوي چې شمېره ۴۲۵ ده.

کرونا وايرس په پنجاب کې ۳۸۱، په سند کې ۳۸۰ او بلوچستان کې ۴۱ کسان مړه کړي دي.

د وايرس څخه په اسلام اباد کې ۱۹، په ګلګت بلتستان کې ۹ او ازاد کشمیر کې پينځه کسان مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG