لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د درې ورځني اوربند پائ ته رسېدو سره سم طالبانو بیا بریدونه پیل کړل،پروان کې یې اووه سرتيري وژلي


افغانستان کې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ داختر په مهال دشوي درې ورځني اوربند سرته د رسیدو سره سم طالبانو یو ځل بیا په افغان ځواکونو بریدونه پیل کړي اؤ پروان ولایت کې اووه افغان امنیتي سرتیري وژلي دي.

دافغانستان پروان ولایت سیمه ییزچارواکي وايي تیره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې دسیمه ییزې اردو پر یوې امنیتي پوستې وسله وال بریدونه کړي دي.

دطالبانو مشر هیبت الله اخونزاده داختر په مهال خپلو وسله والو ته امر کړی ؤ چې داختر په درېوؤ ورځو کې به هیڅ رقم بریدونه نه کوي چې ددې په ځواب کې ولسمشر اشرف غني هم افغان ځواکونو ته په طالبانو دبریدونو نه کولو امر کړی ؤ.

داوربند ترڅنګ افغان دولت اؤ طالبانو دیو بل دبندیانو دخوشې کولو لړۍ هم چټک کړې وه چې دامریکا لخوا یې ستائنه شوې وه اؤ‌ افغانستان کې هم دې ګام ته تود هرکلی ویل شوی ؤ.

خو پنجشنبې په ورځ دپروان ولایت د والي مرستیال شاه ولي شاهد رسنیو ته ویلي طالبانو په دغه ولایت کې یو ځل بیا په افغان ځواکونو دبریدونو لړۍ پیل کړې اؤ تیره شپه یې په یوه امنیتي پوسته بریدونو کې اووه افغان سرتیري وژلي دي.

شاهد ویلي د سیاګرد ولسوالۍ اړوند د سیمه ییزې اردو پرامنیتي پوسته دطالبانو او افغان امنیتي سرتیرو ترمنځ نښتې دوام درلود او وسله والو طالبانو ته هم په دې جګړه کې مرګ ژوبله رسیدلې خودقیقه شمیره یې نه ده معلومه.

په ورته وخت کې دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون د اختر په درې ورځني اوربند کې د ۸۰ فیصده مرګ ژوبلې دکچې دکمیدو خبر ورکړی دی.

دکمیسیون دبیان ترمخه په اوسط ډول هره ورځ دروژې په میاشت کې ۳۰ تنه وګړي مړه او ټپي کیدل خو د اختردرې ورځني اوربند پرمهال دمرګ ژوبلې کچه ۶ تنو ته رسیده.

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي په درې ورځني اوربند کې په لغمان کندهار او غزني ولایتونو کې دناامنیو په پیښو کې دماشومانو اوښځو په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي اود ۱۴ نورو دټپي کیدو یادونه یې کړې ده.

دافغانستان دبشرحقونو خپلواک کمیسیون په خپل بیان کې دجګړې له ټولو ښکیلو اړخونوڅخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي خلکو دژوند خوندیتوب ته دې خاصه توجه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG