د امریکا د محنت محکمې ويلي چې په ملک کې تېره اوونۍ نور ۲۱ لکه کسان بې روزګاره شوي دي چې ورسره د مارچ د مياشتې نه تراوسه پورې په امریکا کې د بې روزګاره شوؤ شمېره څلور کروړو ته سېوا شوې ده.
د اقتصادي پوهانو په وېنا ضروري نه ده چې دا خلک روانه اوونۍ د نوکريو نه لاس په سر شوي دي، ښايي چې دا خواستونه په تېرو اوونيو کې جمع شوي وو.
په امریکا کې د مارچ په نيمايۍ کې خلک بې روزګاره کېدل پېل شوي ؤ کله چې صدر ډانلډ ټرمپ د کرونا وبا له امله په ملک کې د بېړنيو حالاتو په ځای کولو اعلان کړی ؤ.
راپورونه وايي د امریکا په ځینو رياستونو کې کاروبارونه خلاصېدل پېل شوي دي، خو پوهان وايي د اقتصاد په بحالۍ کې به اوږده موده ولګي.
د واشنګټن پوسټ د خبر ترمخه د ۲۱م مارچ پورې ختمېدونکې اوونۍ کې ۳۳لکه کسانو د بې روزګارۍ الاؤنس دپاره خواستونه ورکړي وو.
ويل شوي له دغې وروسته په راتلونکو اوونيو کې د ورکړی شوؤ خواستونو شمېره ۶۹لکه، ۵۲لکه، ۴۴لکه، ۳۸ لکه، ۳۱ لکه، ۲۷لکه، ۲۴ او ۲۱ لکه وه.
په امریکا کې روانه اوونۍ د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره د يو لاک نه سېوا شوې ده.
د صحت پوهان وايي د کرونا وايرس له امله په شوي لاک ډاؤن يا بندېزونو کې د نرمۍ کولو څخه د دې وبا نورې خورېدو اندېښنه ده.
د صحت نړيوالې ادارې ویلي د اقتصادي تاوان څخه بچ کېدو دپاره چې کومه نرمي کولی شي، د وبا په دوېم پړاؤ کې اوښتونکی تاوان به څو چنده سېوا وي.