لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: چین د نوي قانون په منظورۍ سره د هانګ کانګ د خپلواکۍ تړون تر پښو لاندې کړ


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هانګ کانګ کې د چین پر وروستیو اقداماتو کلکې نیوکې وکړې او د هانګ کانګ د نیمې خپلواکۍ ختمول یې له دې سیمې سره د کړي تړون سرغړونه وبلله.

د جمعې په ماځیګر‌ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو په وخت ولسمشر ټرمپ‌ وویل، چې هانګ کانګ نوره خپلواکه سیمه پاته نه شوه، ځکه نو امریکا ورسره نور ځانګړی چلند نه کوي او پر خپلو هغو مراعاتو به بیا کتنه کوي چې هانګ کانګ ته یې ورکول.

روانه اوونۍ د چین نېشنل پیپلز کانګرس په هانګ کانګ کې د وروستیو ناامنیو او احتجاجونو د ختمولو لپاره د ملي امنیت د قانون منظوري ورکړه، چې امریکې یې سخت مخالفت کړی دی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت به هم اوس د هانګ کانګ لپاره پر خپلو سفري سپارښتنو له سره غور کوي ځکه چې وایي اوس به هلته د جاسوسۍ خطر زیات شي. نوموړي دا د هانګ کانګ د خلکو، چین او ټولې نړۍ لپاره یوه غمیزه وبلله.

ټرمپ وویل چې امریکا به اوس د داسې چینایانو پر ورتګ بندیز لګوي چې د امریکې سلامتۍ ته ترې خطر دی.

د ولسمشر ټرمپ تر پریس کانفرنس وروسته سپینې ماڼۍ یو بیان خپور کړ، چې وایي امریکا د هغو فارغه شوو زده کوونکو او څېړونکو پر داخله بندیز لګوي چې په غیرقانوني توګه د امریکې علمي آثاثې غلا کوي.

امریکې او برتانیې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د هانګ کانګ د خپلواکۍ موضوع را پورته کړه او ویې ویل چې دې ستونځې ته باید په سمدستي توګه نړیواله توجه وشي.

امریکې او برتانیې په دې اړه د یوې پرانیستې غونډې غوښتنه وکړه خو چین یې دا غوښتنه وځنډوله. د چین دریځ دی چې د هانګ کانګ شخړه منل شوې ده او نړیواله ټولنه ورسره هیڅ کار نه لري او نه دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اختیار کې ده.

چین د هانګ کانګ خپلواکي خپله کورنۍ شخړه ګڼي او په دې برخه کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنه مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG