لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې په یوه ورځ ۲۰ اؤ ټول پاکستان ۷۷کسان په کرونا وایرس مړه شوي


دخیبر پښتونخوا صوبې دننه د کرونا وایرس ۴۸۷ تازه پېښې ثبت شوي اؤ ویل شوي په دغه صوبه کې ۲۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس۷۷ نور کسان مړه شوي چې دې کې ۲۰ کسان یوازې دخیبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لري.

په کرونا وایرس دڅار دمرکز اؤ د روغتیا محکمې دچارواکو دشمیرو له مخې تر اوسه په دغه هیواد کې د کرونا وایرس له امله ۱۵۲۰کسان مړه شوي اؤ ۷۱۱۰۱ نور په دې وایرس ککړ دي.

په کرونا د څار مرکز شمیرې ښایي چې په یو شواروز کې دپاکستان دننه د کرونا وایرس ۲۸۰۰نوې پېښې ثبت شوي دي.

په دې پېښو کې ۹۵۲ پنجاب ایالت څخه مخې ته راغلي اؤ په دغه صوبه کې ۳۶کسان مړه شوي هم دي.

دخیبر پښتونخوا صوبې دننه د کرونا وایرس ۴۸۷ تازه پېښې ثبت شوي اؤ ویل شوي په دغه صوبه کې ۲۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي.

ددې مړینو سره په خیبر پښتونخوا کې په کرونا داخته کسانو دمړینې شمیره ۴۷۳ؤ ته رسېدلې ده ۱۰۰۲۷نور کسان په دې وایرس اخته هم دي.

همدا شان په بلوچستان ایالت کې د کرونا وایرس ۲۰۰ نوې پېښې مخې ته راغلي اؤ دغه ایالت کې یو د کرونا ناروغ تن خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

سندهـ صوبه کې ۸۸۵نور کسان هم په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ۱۶کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دخیبر پښتونخوا دصحت محکمه وایي داتوار په ورځ چې کوم ۲۰کسان خیبر پښتونخوا کې په کرونا وایرس مړه شوي هغې کې د اتوؤ تړاؤ دپېښور،دڅلورو سوات،د دوؤ هریپور اؤ دیو،یو تړاؤ دمردان ،ډیره اسماعیل خان،بر دیر،باجوړ اؤ بټګرام سره ؤ.

دامهال دکرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سندهـ ایالت کې رامخې ته شوي چې شمیره یې ۲۸۲۴۵ته رسیدلې اؤ ورپسې پنجاب دی چې دغلته د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۵۰۵۶ ده.

بلوچستان کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۴۳۹۳،اسلام اباد کې ۲۴۱۸.ګلګت بلتستان کې ۷۱۱اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۲۷ ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG