واشنګټن ـــــ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي چې که هندوستان هر ډول پوځي اقدام وکړي دا به نه قابو کېدونکې او نه غوښتونکې نتیجې ولري او خبرداری یې ورکړی چې هند دې "له اور سره لوبې نه کوي".
د پوځ د اطلاعاتو د ادارې ای ایس پي آر مشر مېجر جنرل بابر افتخار د پاکستان له یوه شخصي ټیلیویژن سره په خبرو کې یو ځل بیا دعوه وکړه چې د کرونا وایرس په دې ورځو کې هندوستان پر لاین آف کنټرول باندې د ډزبندۍ سرغړونې زیاتې کړې دي. بابر افتخار وویل:
"یواځې سږ کال د ډزبندۍ 1229 سرغړونې شوې دي چې پکې اووه عام خلک وژل شوي او تر 90 زیات عام خلک ټپیان شوي دي".
د پوځ ویاند دعوه وکړه چې په وروستیو وختونو کې د هندوستان بې پایلټه الوتکو په وار- وار د پولې سرغړونه کړې او تر لاین آف کنټرول پولې د پاکستان خاورې ته ور اوښتي دي، چې وایي په هغوی کې یې ځینې کواډکاپټر را غورځولي هم دي.
په کشمیر کې اوسېدونکی خبریال روشن مغل وایي، پخوا به د ژمي په مهال په کشمیر کې د واورو له کبله د لاین آف کنټرول دواړو غاړو ته د تاوتریخوالي پېښې کمې کېدې خو وایي اوس یې د ژمي او اوړي فرق نه شته:
"اوس په یخ او ګرمي دواړو موسمونو کې د ډزبندۍ د سرغړونو پېښې زیاتې کېږي، له تېرې څه مودې راهیسې د روانو پېښو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له بیانونو څخه خلک په راتلونکو ورځو کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو ویره څرګندوي".
د پاکستان له دعوو سره سم هندوستان هم تل پر پاکستان د ډزبندۍ د سرغړونو تورونه لګوي، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د هند د دفاع وزارت ویاند لیفټیننټ کرنل دیویندر انند ویلي، چې پاکستاني ځواکونو پرون تر لاین آف کنټرول هغې غاړې ته ډزې کړې دي:
"په کرني سیکټر کې د پولې له پورې خوا ناتاره ډزې وې چې ماسپښین په 1.45pm پیل شوې، خو د هندوستان پوځ له دې اړخه ورته جواب ورکړ او د ډزو تبادله [پاو بالا یوه ګنټه وروسته] پر درې بجې پای ته ورسېده".
د هند پوځ دعوه کوي چې پاکستان هم د روان کال له جنورۍ میاشتې تر مې میاشتې پورې شاوخوا 1400 د ډزبندۍ سرغړونې کړې دي.
هند او پاکستان په 2003م کال کې د خپلې ګډې پولې یا لاین آف کنټرول پر سر د جنګ بندۍ یو تړون لاسلیک کړی وو، خو پر هغه تړون برسېره دواړو غاړو ته وخت په وخت د نښتو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول کېږي.
د هندوستان د پوځ مشر منوج موکند نراواني د مې پر 13مه د هند له اې این ای خبري ایجنسۍ سره په مرکه کې تور پورې کړی وو، چې پاکستان د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې "دي ریزسټینس فرنټ" [د مزاحمت محاذ] په نامه یوه نوې ترهګره ډله جوړه کړې ده، خو پاکستان یې دا تور په کلکه رد کړی وو او دا یې هسې یوه پروپیګنډه بللې وه.
که څه هم د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر سر په تېرو 73 کلونو کې څلور ځله غټې جګړې شوې دي، خو دا شخړه یې د تېر 2019م کال د اګست له ۵مې را وروسته هغه مهال نوره زیاته شوه چې هند پخپل قانون کې په بدلون سره د کشمیر ځانګړی نیمه خپلواک حیثیت ختم کړ او په هند کې یې شامل کړ.