لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي اتحاد او اته نور هېوادونه غواړي په بین الافغاني مذاکراتو کې دې ښځې شاملې شي


واشنګټن ـــــ د امریکې او طالبانو تر منځ په فرورۍ میاشت کې د سولې تر شوي تړون وروسته اوس تمه ده چې په نیژدې وخت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لړۍ پیل شي خو دا نه ده څرګنده چې په دغو مذاکراتو کې به له دواړو غاړو ښځو ته ونډه ورکول کېږي که نه.

د نړۍ اتو پرمختللو هېوادونو او یورپي اتحاد افغان حکومت او طالبان هڅولي چې وایي په راتلونکو بین الافغاني خبرو کې دې د ښځو ګډون باوري کړي. په کابل کې مېشته ټولنیزه فعاله ملکه شهید په دې اړه وایي:

"زه په بین الافغاني خبرو کې د ښځو ګډون ډېر مهم ګڼم ځکه چې ښځو په تېره شل کلنه جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې او ځپل شوې دي، ورارې شوې بورې شوې دي، نو حکومت باید په مذاکراتو کې د ښځو ګډون ته ډېر پام وکړي".

د اسټرېلیا، کېنېډا، ډنمارک، جرمني، هالېنډ، ناروې، سویډن، برتانیې او د یورپي اتحاد پلاوي په دې اړه یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې یې پر دواړو غاړو په مذاکراتو کې د ښځو د ګډون ږغ کړی دی.

په خبرپاڼه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د تېر کوچني اختر د ډزبندۍ په نتیجه کې د بندیانو د تبادلې په برخه کې د پرمختګونو هرکلی شوی، وایي دا به بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي چې وایي تمه ده د مختلفو ګوندونو سیاستوال او د ټولنیزو برخو استازي به پکې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره ګډون وکړي.

د یادو اتو هېوادونو او یورپي اتحاد په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، "تاریخ ښوولې د سولې هغه تړونونه اوږدمهاله او بریالي اوسېدلي چې ښځو ته پکې بشپړه برخه ورکړل شوې ده. په خبرپاڼه کې په ټینګار سره ویل شوي چې افغان حکومت او طالبان باید د سولې په بهیر، مشرتابه شوراګانو، مذاکراتي ډلو، مشاورتي شوراګانو، تکنیکي او د سلا مشورې په ډلو کې په فعاله توګه ښځې شاملې کړي.

دا خبرپاڼه د افغانستان لپاره د سویډن سفیرې کېرولین ویسیني د زیارت- پنجشنبې په ورځ پر ټویټر خپره شوې، چې پکې د جنسي برابرۍ لپاره په مذاکراتو کې د نارینه پر کردار هم ټینګار شوی دی. د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویل شوي:

"د افغانستان په آیین [اساسي قانون] کې چې افغانو ښځو ته کوم حقونه ورکړل شوي دي هغه ضرور باید د سولې بهیر د یوې برخې په توګه خوندي او پیاوړي شي، چې په هغو کې ښځو ته د کار کولو، تعلیم، د تګ راتګ او غونډو او علاج ته د رسایي حقونه شامل دي".

یورپي اتحاد او د نړۍ نورو اتو هېوادونو په بین الافغاني مذاکراتو کې د ښځو پر فعال ګډون ځکه ټینګار کړی چې په افغانستان کې سیاسي او د بشري حقونو فعالان له اوږدې مودې دا اندېښنه لري چې هسې نه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر ځینو بشري حقونو خصوصاً د ښځو پر حقونو سودا وشي. دا چې دا اندېښنې څومره پر ځای دي افغانه فعاله ملکه شهید وایي:

"زه اوس هم دا ګڼم چې د طالبانو په فکر کې څه بدلون نه دی راغلی، څنګه چې د طالبانو په رژیم کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي وو، نو که د سولې په مذاکراتو کې هم ښځو ته ګډون ور نه کړل شي نو زموږ اندېښنه دا چې د ښځو پر هغو حقونو به سودا وشي چې په اساسي قانون کې ورکړل شوي‌ دي".

د طالبانو د واکمنۍ په مهال په افغانستان کې نجونو ته د تعلیم او کار اجازه نه وه او له کوره بهر له چادري پرته نه پرېښوول کېدې، خو اوس طالبان دعوه کوي چې دوی د ښځو د تعلیم او کار پر حقونو باور لري خو وایي دا باید له اسلامي اصولو سره سم وي.

طالبانو په وروستیو او مرکو کې دا باور ورکړی چې ګواکې تر پخوا بدل شوي او اوس د ښځو د حقونو او نورو بشري حقونو په برخه کې هغسې سخت دریځي نه دي څومره چې د خپلې واکمنۍ په مهال وو، خو په بین الافغاني مذاکراتو کې یې د خپلې ډلې په استازیتوب د ښځو د ګډون په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG