لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوتار سنگهـ خالصه په گډون، ١۹ افغان سیکهان په چاودنه کې ووژل شول


په جلال آباد کې نن اتوار ـ یکشنبې په ورځ، ځانمرگې چاودنه وشوه چې په کې لږترلږه ١٩ تنه مړه او ٢٠ نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه وروسته له هغه وشوه چې افغان صدر، محمد اشرف غني، جلال آباد ښار ته خپل سفر پای ته ورساوه.

په دې برید کې چې د جلال آباد ښار د مخابراتو په چوک کې شوی دی، ډیره مرگ ژوبله، افغان سیکهانو ته اووښتې ده. د سیکهانو د ټولنې یو غړي امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې، پنځلس تنه یې سیکهان دي.

د ننگرهار د عامې روغتیا ریاست (د صحت محکمې) ویاند، انعام الله میاخیل امریکا غږ ته وویل چې په دې برید کې، اوتار سنگهـ خالصه هم وژل شوی دی. اوتار سنگهـ خالصه یواځینی سیک افغان و چې سږ کال یې د ولسي جرگې انتخاباتو ته دریدلی و.

سربیره پر هغه، راول سنگهـ چې د افغانستان د هندواڼو او سیکهانو د ټولنې مشر و، هم په ننني برید کې وژل شوی دی.

د قانون له مخې، د افغانستان د ملي شورا (پارلمان) په ولسي جرگه کې، یوه څوکۍ د هندواڼو او سیکهانو لپاره ځانگړې ده او سږ کال اوتار سنگهـ ځان ورته کاندید کړی و. کله چې اوتار سنگهـ انتخاباتو ته ودرید، نو پر سوشل میډیا باندې ډیر شمیر افغانانو د هغه ملاتړ وکړ. هغه د افغان سیکهانو او هندواڼو د ټولنې یو پیژندل شوی شخص و.

په جلال آباد کې د نن ورځې د ځانمرگي برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

په دې وروستیو میاشتو کې، په جلال آباد ښار کې څو ځله خونړي بریدونه وشول، چې د ډیرو پړه یې، داعش ډلې پرغاړه واخیسته.

تر ټولو وروستی ځل، د تیر اختر په ورځو کې و چې په جلال آباد کې چاودنه وشوه او په هغه کې گڼ شمیر کسان چې ډیر یې طالبان و، ووژل شول. هغه وخت طالبان د اوربند نه په گټه اخیستو، جلال آباد ښار ته ننوتي و او اختر یې لمانځه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG