لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې یو ځل بیا د کورونا نوې پېښې زیاتې شوې دي


واشنګټن: په نړۍ کې له کورونا څخه د مړو شمېر له ۴۰۶۰۰۰ او پرې د اخته کسانو شمېر له ۷.۱ میلیون څخه زیات شوی دی.

امریکا اوس هم له کورونا څخه د زیاتو مړینو له پلوه د نړۍ د هېوادونو د کتار په سر کې ده او ورپسې، برتانیه، برازیل او ایټالیا ده.

په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له دوه میلیونو او پرې د مړو شمېر له ۱۱۲۰۰۰ څخه اوختی دی.

په کورونا د اخته کسانو د شمېر له پلوه برازیل دوهم، روسیه دریم او برتانیه څلورم ځای لري.

تر ټولو ښه خبر دا دی چې د نیوزېلېنډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کورونا د نویو پېښو خپرېدل درېدلي دي.

په نیوزېلېنډ کې به د کورونا له امله پاتې لګېدلي محدودیتونه هم لېرې شي خو خپلې پولې به لا تړلې ساتي.

په ورته وخت کې په امریکا کې چارواکي له هغو کسانو چې د جیورج فلویډ د مړینې له امله یې په روانو لاریونونو کې برخه اخیستې ده غوښتي دي چې د کرونا معاینات دې وکړي.

د نیویارک والي انډریو کوامو ویلي، چې دغه ایالت د کورونا د معاینانو ۱۵ نوي مرکزونه هم پرانیستي او خلکو ته یې ویلي چې باید خپل ټسټونه وکړي‌ او کوم چانس وا نه اخلي.

د معایناتو په اړه دې ته ورته غوښتنې د اټلانټا، سانفرانسیسکو او سیاټل مشرانو لخوا هم شوې دي.

تمه ده په نیویارک به نږدې څلور لکه کسان د ګل یا دوشنبې په ورځ خپلو کارونو ته ورځي.

د رغنیزو چارو کارکونکي او هغه کسان چې په کارخانو، عمده فروشیانو او پلورنځیو کې کار کوي دوی به بېرته کار پیلوي او له سټورونو څخه به یواځې خلک خپل اخیستي توکي له باندې څخه اخلي.

خو په دغه ایالت کې په زرګونو رسټورانټونه به لږ تر لږه ددې میاشتې تر پایه پورې همداسې تړلي پاتې وي.

که له یوې خوا د نیویارک چارواکي د بیا پرانېستل کېدو په اړه ډاډه ښکاري د فلورېډا د روغتیا چارواکو د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ۱۱۸۰ نویو پېښو اعلان وکړ او وویل چې دا پرلپسې پنځمه ورځ ده چې د نویو پېښو شمېر له زرو څخه زیاتېږي.

کارپوهان وايي، په فلورېډا کې وروسته له هاغې چې لاک ډاون نرم شوی خلک د ټولنیز واټن ساتلو ته پام نه کوي.

دوی دا هم وايي، چې د جیورج فلوېډ د مړینې په اعتراض د روانو لاریونونو له امله هم دغه شمېر زیات شوی دی.

د فلورېډا ریپبلېکن سناتور ریک سکاټ د یکشنبې یا اتوار په ورځ په چین باندې تور پورې کړ چې د امریکا لخوا د کورونا د واکسین جوړولو هڅې ناکامه شي.‌

سکاټ بي بي سي ته په یوې مرکه ویلي، "زمونږ استخاباراتو ته دا معلومات رسېدلي دي. زه د پوځي خدماتو په کمېټه کې یم. ما په څرګنده داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې بحث پرې نشم کولای. خو داسې شواهد شته چې دوی هڅه کوي دغه بهیر ودروي اویا یې ورو کړي."

خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

دغه سناتور ویلي، چین به خوشحاله نشي کچېرې امریکا او یا برتانیه له نورو مخکې واکسین جوړ کړي.

تر اوسه پورې هېڅ کوم چینايي چارواکي د سکاټ تورونو ته ځواب نه دی ویلی.

په اروپا کې چې د کورونا په وبا کې یې سخت تاوان کړی اوس هېوادونه په کراره بېرته پرانېستل کېږي.

د اروپايي اتحاد ځینو هېوادونو اروپايانو ته خپلې پولې پرانېستې دي.

اروپايي ټولنې ویلي، دوی هیله لري چې خپلې ټولې پولې به د جولای تر لومړیو پورې چې د اوړي د سفرونو د موسم پيل کڼل کېږي پرانیزي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG