لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند د کاروبارونو بېرته پرانېستلو ته چمتوالی ښودلی


واشنګټن: هندوستان وايي، دوی چمتو دي چې شاپینګ مالونه، عبادت ځایونه او دفترونه په ډېرو ځایونو کې د ګل یا دوشنبې په ورځ بېرته پرانېزي.

د نړۍ دوهم نمبر تر ټولو ګڼ مېشته دغه هېواد اوس په کورونا د ځپلو هېوادونو په کتار کې پنځم ځای لري او روغتیايي چارواکي یې وايي، چې د کورونا نوې پېښې به دغه هېواد څو اونۍ نور هم وځپي.

په داسې حال کې چې هندوستان د بېرته پرانېستلو په حال کې دی، د هندوستان تر ټولو زیاتو اغېزمنو ښارونو کې به د کورونا د مخنیوي پر برخه کې ل اړین احتیاط څخه کار واخېستل شي ځکه د نویو پېښو له زیاتېدو سره به یې روغتیايي سیستم د دې جګه نه وي چې ټولو ناروغانو ته ځان ورسوي.

د نوي ډلي چارواکو ویلي، هوټلونه به ددې لپاره همداسې تړلي وي چې که اړتیا شي‌ نو په موقتي روغتونونو باندې به یې بدل کړي.

د ډلي وزیر اعلی اروېند کېجریوال ویلي، "زمونږ پېښې هره ورځ زیاتېږي. مونږ کېدای شي نور بسترونه (بېډونه) و نه لرو."

ممبۍ لا نور هم له احتیاط څخه کار اخلي. دغلته شاپېنګ مالونه تړلي ساتي او دفترونو ته اجازه ورکوي چې یواځې د لس فیصده کارکونکو پر مخ پرانېستل شي.

چارواکو د بسونو او اورګاډو تګ راتګ ته هم اجازه ورکړې.

په عامه ځایونو کې د خلکو د تودوخې کتل، د ماسکونو تړل او له یو او بل سره لږ تر لږه د دوه مترو واټن ساتلو ته جدي پاملرنه کېږي.

د هندوستان حکومت تر فشار لاندې دی چې لس ورځنی لاک ډاون نور نرم کړي ځکه خلکو په ځانګړي توګه غریبو ته ترې زیات اقتصادي تاوان رسېدلی.

په هندستان کې تر ۷۰۰۰ زیات کسان له کورونا څخه مړه شوي دي او تر ۲۶۰۰۰۰ زیات پرې اخته شوي دي خو داسې ښکاري چې دغه شمېره به ډېره زیاته وي ځکه تر اوسه پورې یواځې له یو فیصد څخه د کمو کسانو معاینه (ټېسټونه) شوي دي.

XS
SM
MD
LG