لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پارلیمان ۶۹ غړي په کرونا وايرس اخته شوي


په پاکستان کې د پارليمان ۶۹ غړي په کرونا وايرس اخته شوي چې پکې مخکني او اوسني اته غړي مړه شوي هم دي. په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس له امله د مړو ټوله شمېره ۲۱۷۲ ته رسېدلې ده.

او په ملک کې تراوسه پورې اووه لکه۳۰زره۴۵۳ معاينې شوي او په يو لک ۷۱۴۱ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي.

د مې په مياشت کې د پنجاب اسمبلۍ ښځينه غړې او د بلوچستان اسمبلۍ سيد فضل اغا د کرونا وايرس څخه مړه شوي وو.

د روانې میاشتې په سر کې د سند صوبې يو وزير غلام مرتضی بلوچ د کرونا څخه مړه شوی ؤ، د قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی هم په کرونا وايرس اخته شوی خو د کرونا څخه روغ شوی او وروسته یې کورنۍ ويلي د زړه د دورې نه يې ساه ورکړې وه.

له دغې وروسته د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ميا جمشېدالدين کاکاخېل، د پنجاب اسمبلۍ شوکت منظور چيمه او د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی وزير درمحمد ناصر هم د کرونا څخه ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

د وي او ای اردو څانګې د خبر ترمخه تراوسه پورې د برني اېوان سېنېټ څلور غړي هم په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د قامي اسمبلۍ په ۱۷ غړو چې پکې پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او مرکزي وزيران شامل دي د کرونا وايرس وهلي دي.

د سند اسمبلۍ په ۱۹ غړو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا ۱۳ غړي کرونا وايرس وهلي، د پنجاب اسمبلۍ لس او د بلوچستان اسمبلۍ شپږ غړي د کرونا وايرس ښکار شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG