لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګڼ پاکستاني وکیلان او حکومتي چارواکي په کورونا اخته شوي‌ دي


د پاکستان د قامي اسامبلۍ مشر.
د پاکستان د قامي اسامبلۍ مشر.

واشنګټن: په پاکستان کې ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او وکیلان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

په دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر کابو ۱۱۴۰۰۰ ته رسېدلی او ۲۲۵۵ کسان ترې مړه شوي دي.

د ۲۲۰ میلینه وګړو په دغه هېواد کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کوېډ ۱۹ تر ټولو زیاتې پېښې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې له کورونا څخه په زرګونو مړو شویو کسانو کې د قامي او صوبايي اسامبلیو ګڼ غړي هم شامل دي.

د پاکستان د قامي اسامبلۍ مشر له وکیلانو غوښتي چې په پارلماني غونډو کې دې تر هغو ګډون نه کوي چې د کورونا معاینات یې نه وي کړي.

په پاکستان کې د کورونا پېښې د تېرې میاشتې له وروستیو راهیسې په زیاتېدو شوې ځکه دغه مهال حکومت د اقتصادي ستونزو له امله په لاک ډاون کې نرموالی راوست.

د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې روغتونونو د تېرو څو راهیسې خبرداری ورکړی چې دوی د نورو ناروغانو د بسترولو لپاره ځای نه لري او حتی په ځینو ځایونو کې یې ناروغان بېرته شړلي هم دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او له پاکستان څخه غوښتي دي چې د کورونا د لا زیاتې خپرېدو د مخنیوي لپاره دې یو ځل بیا لاک ډاون ولګول شي.

خو د پاکستان د روغتیا وزیر ظفر مېرزا د ډبلیو اچ او ددغې غوښتنې په ځواب کې د حکومت د پالیسۍ دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې لاک ډاون به په غریبو خلکو باندې ډېره ناوړه اغیز وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG