لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جرمني وايي، د امریکايي سرتېرو د کمېدو رسمي تایید یې ترلاسه کړی


واشنګټن: د جرمني حکومت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی له امریکا څخه په جرمني کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د کمولو د پلان په اړه رسمي تایید ترلاسه کړی دی.

د جرمني د حکومت ویاندې الرېک ډېمر په برلین کې خبریالانو ته وویل، دوی ته ویل شوي چې امریکا په جرمني کې د خپلو سرتېرو د کمولو په اړه غور کوي خو وویل، چې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د جرمني ددې خبرو په اړه امریکايي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

تېره اونۍ والسټریټ جورنال د لومړي ځل لپاره راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډانلډ‌ ټرمپ غواړي چې په جرمني کې له دېره ۳۴۵۰۰ سرتېرو څخه ۹۵۰۰ یې وباسي.

ددې اونۍ په سر کې د جرمني د دفاع وزیرې انېګرېت کرمپ کرنباور ویلي وو، له دې پلان سره به نه یواځې د ناټو اتحاد بلکه خپله امریکا هم کمزوره شي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط اسوسېټېډ پرېس ته دا تایید کړې ده چې د سرتېرو په اړه پلان وو او وویل چې ځینې به پولېنډ ته ځي او ځینې به بل ځای ته.

پولېنډ لیوالتیا ښودلې چې د امریکايي‌ سرتېرو ځینې اډې ولري.

خو ځینو پخوانیو امریکايي پوځي چارواکو په دې پلان باندې سختې نیوکې کړي.

د امریکا د پوځ تقاعد (ریټایرډ) شوی اروپايي قومندان جنرال بېن هوګېس دغه پلان یوه لویه تېروتنه (غلطي) بللې.

هغه ویلي، په جرمني کې سرتېرې ددې لپاره نه دي چې د جرمنانو دفاع وکړي بلکه د ناټو د ثبات سره مرسته کوي او دغه پلان د هېڅ ډول تګلارې (سټراتېژۍ) برخه نه ده.

د سپینې ماڼۍ چارواکي اسوسېټېډ پریس ته ویلي، دغه پرېکړه په نړۍ کې د امریکايي سرتېرو د شتون په اړه د ولسمشر ټرمپ او د دفاع د وزارت لخوا د بیا کتنې له مخې شوې ده.

XS
SM
MD
LG