لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپټرولو بحران:دتوانایۍ وزیر محکمې ته وړاندی شوی،دعمران خان لخوا دسختو ګامونو امر


پاکستان کې دپټرولو نه شتون پسر په وزیراعظم دعمران خان په حکومت دهرلوري دکېدونکو نیوکو نه وروسته وزیراعظم عمران خان اړونده چارواکو ته امر کړی چې دپټرولو په زیرمه کولو کې ککړو کمپنیو سره باید هیڅ نرمي ونه کړي.

په عین حال کې دپېښور ایالتي محکمې دهیواد د توانایۍ مرکزي وزیر اؤ داحتساب د ادارې صوبایي مشر محکمې ته رابللي ترڅو سپینه کړي چې دپټرولو بحران ولې پیدا شوی اؤ حکومت یا نیب په دې لړ کې ولس ته د اسانیو ورکولو دپاره څه ګامونه اخستي.

پاکستان کې تیره میاشت دحکومت لخوا دتیلو دنرخونو غورځولو وروسته دتیلو پمپونو کې ولس ته پټرول نه ترلاسه کیږي اؤ په حکومت په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو نیوکې کیږي چې دکله نه عمران خان واک ته رسېدلی نو په خلکو کله د اوړو،کله دچینو،کله دپټرولو اؤ کله نور بحرانونه مسلط کیږي.

دپاکستاني میډیا له مخې د چهارشنبې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ یوه بېړنۍ غونډه شوې چې په دغه غونډه کې دهیواد دتوانایۍ وزیر ښاغلي عمر ایوب اؤ د وزیراعظم ځانګړي معاون ندیم بایر وزیراعظم ته دتیلو دکمپنیو په ضد داخستل شوؤ ګامونو اؤ دایف ایي ای دلارې دشوؤ پلټنو په هکله احوال تیر کړی دی.

دپاکستان حکومت دریځ لري چې هیواد کې دپټرولو هیڅ کموت نشته خو د پټرولو د نرخ ارزانولو وروسته دتیلو کمپنیو پټرول زیرمه کړي اؤ خلکو ته یې مصنوعي بحران پیدا کړی دی.

رسنۍ وایي چې په دې غونډه کې وزیراعظم عمران خان چارواکو ته امر کړی چې کومې دتیلو کمپنۍ پټرولو زیرمه کولو کې لاس لري دهغوئ په ضد دې سمدستي ګامونه واخلي.

وزیراعظم دهاغو سرکاري افسرانو په ضد هم دګامونو اخستلو امر کړی چې دغفلت له کبله یې دپټرولو بحران رامنځته شوی دی.

حکومت دپټرولو دبحران دپلټنو دپاره یو اته کسیزه کمیټه هم ټاکلې ده چې پکې د اوګرا،ایف ایي ای، پي ایس او ضلعي انتظامیې استازي برخه لري.

په عین حال کې دهیواد د انرژۍ مرکزي وزیر عمرایوب نن پېښور هائیکورټ ته وړاندې شوی اؤ دغلته یې محکمه دهاغو ګامونو خبر کړې ده چې دپټرولو دبحران ختمولو په اړه اخستل شوی دي.

پېښور هائیکورټ ته داوړو اؤ پټرولو دبحران په ضد عریضې شوي چې دچهارشنبې په ورځ دهائیکورټ جج قیصر رشید ددغو عریضو اوریدنه کړې وه اؤ دهیواد د توانایۍ مرکزي وزیر اؤ دنیب صوبایي مشر یې نن محکمې ته رابللي وؤ ترڅو د پټرولو دبحران په اړوند محکمه داخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړي.

جج قیصر رشید ویلي وؤ ولس پټرولو پسې لی په لی ګرځي خو هیڅوک دپټرولو د رامنځته شوي بحران پرواه نه کوي

دهیواد د توانایۍ وزیر نن محکمې ته د وړاندې کیدلو په مهال میډیا سره خبرو کې ویلي چې د درېوؤ ورځو دننه به د پټرولو ترلاسه کیدو چاره وشي.

هغه ویلي حکومت پټرول ددې دپاره ارزان کړل چې ولس ته یې ګټه ورسیږي خو دلته یوه مافیاده چې هغوئ نه غواړي ولس ګټه وکړي بلکې دخپلو ګټو دپاره فعالیت کوي.

ښاغلي عمر ایوب زیاته کړې چې د پټرولو د زیرمه کوونکو په ضد کوټلي ګامونه اخستل شوي اؤ ډیر زر به ددې ګامونو نتیجې د ولس مخې ته راشي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG