په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره ورځ تر بلې سېوا کيږي او په تېر شوا روز کې نور ۱۰۷ کسان د دې وايرس څخه مړه شوي دي.
په پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره ۲۴۶۳ ته ورسېده.
په ملک کې په ریکارډ کچه نوې پېښې مخې ته راغلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۶۳۹۷ کسانو کې د دې وایرس پخلی شوی دی.
د تازه شمېره سره په ملک کې د کرونا وهلو ټوله شمېره یو لک ۲۵زره ۹۳۳ شوه، د سرکاري شمېرو ترمخه ۴۰زره۲۴۷ کسان چې په دې وایرس اخته شوي وو، ښه شوي دي.
د صوبو حال
د پاکستان په پنجاب صوبه کې د کرونا څخه د مړینو شمېره ۸۹۰ ته سېوا شوې ده، په دې صوبه کې په دې وايرس اخته شوؤ شمېره ۴۷زره۳۸۲ده او ۹۵۴۶ ترې صحتمند شوي دي.
په سند کې په کرونا وايرس اخته ۷۷۶ کسان مړه شوي دي. په سند کې په ۴۶زره۸۲۸ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او ۲۲زره۴۷ ترې روغ شوي هم دي.
په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخه د مړینو ټوله شمېره ۶۳۲ ته رسېدلې ده، په خېبرپښتونخوا کې کرونا وايرس ۱۵زره۷۸۷ کسان اغېزمن کړي او درې زره۹۰۷ترې ښه شوي دي.
په بلوچستان کې د کرونا څخه ۷۵تنه، په اسلام اباد کې ۶۵ تنه، په ګلګت بلتستان کې ۱۵ او ازاد کشمير کې لس تنه د کرونا څخه مړه شوي دي.