لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور ټول ګوندیز کانفرنس: نوی مالیاتي کمېشن غواړو او په 18م آییني بدلون کې دې ګوتې نه وهل کېږي


واشنګټن ـــــ په پېښور کې د پیپلز ګوند له خوا په ټول ګونديز کانفرنس کې ویل شوي چې کرونا وایرس په پاکستان کې د مرکزي او صوبایي حکومتونو د غفلت له امله خپور شوی دی، حکومت باید له دې ناروغۍ د مړه شوو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو لپاره "د شهیدانو" پیکیج اعلان کړي او دوی د خوندیتوب دپاره سامان ورکړي.

د خالي- شنبې په ورځ‌ په جوړ شوي کانفرنس کې اپوزیشن ګوندونو د واکمن تحریک انصاف حکومت له خوا د مالي کال 2020-21 دپاره کلنی مرکزي بجټ رد کړی او دا بجټ یې د مزدورانو، کروندګرو او حکومتي کارمندانو ضد ګڼلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان مرکزي حکومت صوبو ته د خپلواکي او اقتصادي ثبات د ورکولو په حق کې نه دی او په حکومت یې غږ کړی چې باید په اتلسم اییني بدلون کې د ګوتو وهلو څخه ډډه وکړي.

آل پارټیز کانفرانس د مرکزي حکومت له خوا د قامي مالیاتي کمېشن ( این ایف سي) او د هغه لپاره جوړ کړل شوي (ټي او ارز) د پاکستان اساسي قانون پرضد ګرځولي او غوښتنه یې کړی چې حکومت دې د آیین د 160/1 مادې لاندې د صوبو په مشاورت نوی قومي مالیاتي کمېشن جوړ کړي او په سمدستي دې این ایف سي ایوارډ اعلان وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان د آیین ترمخه په این ایف سي کې د صوبو په برخه کې اضافه خو کېدی شي خو کمي نه. په این ایف سي کې دې د خیبر پښتونخوا استازیتوب هغه تن ورکړل شي چې تعلق یې له دې صوبې سره وي.

په خیبرپښتونخوا کې مخالف سیاسي ګوندونه وایي، په صوبایي کمېټۍ کې موجود غیرمقامي غړي د پښتون قام استازیتوب نه شي کولای او په آیین کې له بدلون پرته په قامي مالیاتي کمېشن کې بدلون راوستل د پاکستان آیین خلاف ورزي ده.

په کانفرنس کې شریکو ګوندونو غوښتنه کړې چې د پاکستان له آیین سره سم د ګډو ګټو د کونسل (سي سي ای) غونډه دې را وبولي او د صوبو اندېښنې دې ختمې کړي.

د کانفرانس په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پېښور بي ار ټي پروجیکټ (د پېښور میټرو بس پروجیکټ) او د بیلین ټري پروجیکټ (د یو ارب ونو کرلو پراجیکټ) کې د بډو رشوتونو په اړه د احتساب ادارو غلي پاتې کیدل پوښتنې را ولاړوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې حکومت دې په بهرنيو هیوادنو کې د موجودو پاکستانیانو وطن ته د را ستنولو او په بهر هېوادونو کې له کرونا وایرسه د مړه شوو کسانو د جسدونه د راوړلو دپاره انتظام وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول ګوندیز کانفرانس د کرونا وایرس پروړاندې د سیند حکومت د کړنو ستاینه کوي.

د خبرپاڼې له مخې په کانفرنس کې غوښتنه شوې چې د اساسي قانون د 158 مادې له مخې باید د خیبرپښتونخوا د کرک ضلعې خلکو ته ګېس ورکړل شي او وفاقي حکومت باید د بجلۍ د خالصې ګټې لپاره خیبر پښتونخوا ته پینځه سوه اربه روپۍ ورکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د قحطي ملخانو نه د فصلونو د ساتنې لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړل شي. په کانفرنس کې مرکزي او صوبایي حکومتونه د پټرولو د کمښت ذمه وار بلل شوي دي.

په اې پي سي کرونا وایرس په نظر کې نیولو سره غوښته شوې چې باید ټول مرکزي او صوبایي مالیه معاف شي، په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ د زیاتوالي او په نوو ضلعو کې د امن او امان لپاره باید اقدامات وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG