لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپايي هېوادونه خپلې پولې پرانېزي خو کورونا لا خپرېږي


واشنګټن: د ګل یا دوشنبې په ورځ په فرانسې، برتانیې او یونان کې د بیا پرانېستلو په بهیر کې نور کاروبارونه هم پرانېستل شوي خو د چین په پلازمېنې پېکنګ کې د کورونا د لسګونو نویو پېښو وروسته بېرته یو شمېر بندیزونه لګېدلي دي.

په پاریس کې رسټورانټونو ته د هېواد د نورو برخو په څېر اجازه ورکړل شوې چې خلکو ته دننه خواړه تیار کړي.

له نورو اروپايي هېوادونو څخه هم مسافر کولای شي فرانسې ته ولاړ شي ځکه هېوادونو اوس خپلی پولې پرانېستي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، "مونږ باید خپل اقتصاد بېرته پرانېزو."

په برتانیه کې غیر ضروري دوکانونه د ګل یا دوشنبې په ورځ پرانېستل کېږي او عبادت ځایونه هم د انفرادي عبادتونو لپاره پرانېستل کیږي.

دغه ډول سینماګانې او داسې نور ځایونه هم پرانېستل شوي خو خلک باید په خپلو کې فاصله وساتي او ماسکونه وتړي.

د برتانیې د عامه ټرانسپورټ په برخه کې اوس د ماسکونو تړل لازمي شوي دي.

یونان په خپل دوهم ستر ښار تیسالونیکي نړیوال هوايي ډګر اروپايي مسافرو ته پرانېستی او ددغه هېواد موزیمونه له درې میاشتو تړل کېدو وروسته پرانېستل شوي دي.‌

دغه راز ټاکل شوې ده چې د هانګ کانګ ډیزني لېنډ به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پرانېستل شي.‌

دغه پارک د جنورۍ راهیسې تړل شوی وو. په لومړي سر کې به په کم شمېر خلکو ته د ورتګ اجازه ورکول کېږي.

سېلانیان به ورته له رسېدو سره د خپلې روغتیا په اړه ډاډ ورکوي.

د شنګهایی ډیسني پارک تېره میاشت پرانېستل شوی وو.

چین د کورونا ۴۹ نوې پېښې رپوټ کړي، چې اکثره یې په پېکنګ کې له یوې عمده فروشۍ سره تړاو لري. ددی له امله چارواکو د ټولنیز واټن ساتلو محدودیتونو ته اړ شول او د ځینو برخو بیا پرانېستل وځنډول شول.

د نړۍ اکثره حکومتونه په دې کار کوي چې څه وخت او څه ډول له کورونا څخه لګېدلي بندیزنه نرم کړي.

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له اته میلینه څخه اوختی او له ۴۳۶۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د اخته کسانو د شمېر له نیمايي څخه زیات خلک په بشپړه توګه له کورونا څخه ښه شوي هم دي.

په امریکا کې د تر ټولو سخت ځپل شوي ایالت نیویارک والي د اتوار یا یکشنبې په ورځ د هغو شکایتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې سیمیز چارواکي او کاروبارونه د بیا پرنېستل کېدو په بهیر کې لازمو محدودیتونو ته پام نه کوي ځکه خلک پکې په ګڼ شمېر سره راټولېږي او ماسکونه پکې لږ خلک تړي.

کوامو وویل، "که تاسو د خلکو ګڼه ګوڼه ووینۍ چې خلک پکې ټولنیز واټن نه ساتي او ماسکونه نه تړي نو د وایرس خپرېدل به زیات شي."

هغه وړاندې وویل، "کورونا ښايي د یو څه وخت لپاره را نشي نو کله چې بیا راشي نو بیا به ډېره ناوخته وي."

د ترکیې د روغتیا وزارت د خپل هېواد د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې په ترکیه کې له ټاکلې هدف څخه اوس په ورځ کې ۱۵۰۰ زیاتې نوې پېښې رامنځ ته کېږي.

دا د جون له دریمې څخه راوروسته تر ټولو لویه شمېره ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG