لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضي فائرعیسی هم دعمران خان اؤ دهغه د حکومتي غړو دبهرنیو جائیدادونو په ضد سپریم کورټ ته عریضه وکړه


دهیواد نه بهر د پټو جائیدادونو لرلو تورونو سره مخ دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ جج قاضي فائز عیسی ویلي چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دحکومت نور هم غړي برتانیه کې جائیدادونه لري چې باید پلټنې یې وکړل شي.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې جج قاضي فائز عیسی سترې محکمې ته یوه عریضه کړې اؤ هغې کې یې ویلي دي چې دلټون په یوه ویب پاڼه یې معلومه کړې ده چې وزیراعظم عمران خان برتانیه کې شپږ،هغه معاون شهزاد اکبر پینځه،پخوانۍ ځانګړې معاونه فردوس عاشق اعوان یو،مرکزي وزیر ذوالفقار بخاري اووه،عثمان ډار درې،جهانګیر ترین یو اؤ پخوانی پوځی واکمن پرویز مشرف دوه جائیدادونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي دنوموړي جج په ضد دهیواد قضایي شورا ته دوسیه لیږلې ده چې د ښځې په نوم یې برتانیه کې جائیدادونه دي اؤ پخپلو ښودل شوؤ پنګو کې یې ددې جائیدادونو هیڅ یادؤنه نه ده کړې.

قاضي فائز عیسی ددې دوسیې په ضد سترې محکمې ته عریضه کړې چې دهغه دمیرمنې دجائیدادونو معلومات حکومت دمخبرۍ دلارې ترلاسه کړي اؤ دریځ یې خپل کړی چې ښځه یې خپلواکه ده اؤ ددې جائیدادونو سره دهغه هیڅ تړاؤ نشته.

ولې اوس دغه جج سترې محکمې ته ویلي چې هغه کله دلټونې په پاڼه ۱۹۲ډاټ کام دپاکستان دځېنو مشهورو شخصیاتو په بابله لټون وکړو نو ورته معلومه شوه چې پخپله دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دحکومت نور مهم غړي هم په برتانیه کې جائیدادونه لري.

هغه پخپله عریضه کې تور لګولی چې دا ټول ولسي خلک دي اؤ دانکم ټیکس،بهرنۍ راکړې ورکړې اؤ ناقانونه پیسو دلیږد دقوانینو څخه په سرغړونې کولو یې برتانیه کې په غیر قانوني توګه جائیدادونه اخستي دي.

خو وزیراعظم عمران خان یا بل حکومتي چارواکي لا تر اوسه د جج قاضي فائز عیسی دې تورونو ته هیڅ جواب نه دی ویلی.

تر دې وړاندې چې دپاکستان په پخواني وزیراعظم دپاناما قضیې په اساس برتانیه کې دپنګو اؤ جائیدادونو لرلو قضیه سترې محکمې ته تللې وه نو په هغه مهال پاناما کې دعمران خان نوم هم مخې ته راغلی ؤ چې دهیواد نه بهر پنګي لري .

خو عمران خان په هغه مهال دریځ خپل کړی ؤ چې چې دپاکستان نه یې کله هم پیسې بهر نه دي ویستي اؤ‌ په پخوانیو وختونو کې د هیواد نه بهر راکړه ورکړه یې دکرکټ په ګټلو شوؤ پیسو کړې ده.

قاضي فائر عیسی سترې محکمې ته پخپله عریضه کې ویلي دعوائدو راټولولو مرکزي بورډ یا ایف بي ار باید خپل ریکارډ وګوري چې عمران خان اؤ دهغه دحکومت نورو غړو تر اوسه څومره ټیکسونه ورکړي اؤ د ټيکس جوګه څومره امدن یې ښکاره کړی دی؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG