لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان څخه راتلونکې اوونۍ پاکستان ته دتجارتي مالونو اړول پیل کیږي


ټاکل شوې ده پاکستاني افغان سوداګرو ته دخپلو مالونو پاکستان ته د اړولو دپاره د ۲۲م جون څخه دچمن اؤ تورخم دسرحدي لارو ترڅنګ دغلام خان سوداګریزه لاره هم پرانزي.

پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي عاطف مشعل د چهارشنبې په ورځ په ټوئټر لیکلي دپاکستان حکومت سره هوکړې ته ورسیدو چې د۲۲م جون څخه به پاکستان ته دتورخم،سپین بولدک اؤ غلام خان له لارو افغانستان څخه صادرات پیل شي.

هغه ویلي د غلام خان لاره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ دپاره پرانستل کیږي.

سفیر عاطف مشعل زیاته کړې چې چې دغلام خان له لارې د سوداګرۍ دپیل دپاره مو جدي هڅې پیل کړي اؤ په دغو هڅو کې پرمختګ شوی دی.

هغه دتجارت دپاره د لارو په پرانستلو دپاکستان دحکومت مننه کړې ده اؤ یلي یې دي هیله لري چې د تجارت د نړیوالې ادارې د اصولو په اساس به دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکړل شي.

دپاکستان حکومت د کرونا وایرس خوریدو له امله سږکال دمارچ په میاشت کې د چمن اؤ تورخم پولې دهر رقم تګ راتګ دپاره تړلې وې خو په دې وروستیو کې یې بیا پاکستان کې د ایسارو افغانانو خپل هیواد ته د اوښتو اؤ دتجارتي مالونو افغانستان ته دتیرولو اجازه ورکړې وه.

دتیرو دؤ میاشتو راهسې دپاکستان نه افغانستان ته تجارتي مالونه روان دي خو دافغانستان څخه دمالونو پاکستان ته د را اړولو اجازه نه ورکول کیږي.

دپاکستان دسینیټ پخوانی غړی اؤ وتلی ملت پاله سیاستمدار ښاغلی افراسیاب خټک وایي دسپین بولدک اؤ تورخم دروازې ددې دپاره تړل کیږي چې دکرښې دواړو غاوړ ته دمیشتو پښتنو میوې اؤ سزیانې د خرڅیدو نه پاتې شي.

افراسیاب خټک په ټوئټر لیکلي چې دپاکستان حکومت دافغان دښمنۍ بېلګه ده لکه چې ترهګري کافي نه وه نو دافغانستان اقتصادي قتل ته یې هم لاس اچولی دی .

هغه دپښتنو سیاسي مشرانو باندې غږ کړی چې باید دپاکستان ددې کړنو په ضد خپل غږ پورته کړي.

په کابل کې دپاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند تیره اوونۍ وي او ای ته ویلي وؤ دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ اړیکو کې دسوړوالي اغیزې په ګډ تجارت هم شوي دی‌اؤ وړاندې چې دواړو هیوادونو خپلو کې د درېوؤ اربو ډالرو کلیز تجارت کولو اوس دا ۴۰۰میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG