لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتو ځوان سندرغاړی شهریار شعور له نړۍ خپلې سترګې پټې کړې


دپښتو ځوان اؤ تکړه سندرغاړی ښاغلی شهریار شعور د کرونا وایرس په ناروغۍ له اخته کیدو وروسته له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي اؤ ټاکل شوې ده نن د جمعې په ورځ پېښور کې خاورو ته سپارل کیږي.

شهریار شعور قابو میاشت مخکې په کرونا وایرس اخته شوی ؤ اؤ په نهم جون هغه په فیس بک پخپل یو پوسټ کې لیکلي وؤ‌ اوس له دغې ناروغۍ بیرته جوړ شوی اؤ ټيسټ یې صفا راغلی خو هغه ویلي وؤ چې اوس هم د سینې اؤ ټوخي تکلیف لري.

شهریار شعور دنوي کهول په هنرمندانو کې د تکړه هنرمند په صفت پیژندل کیدو اؤ دهغه ډیرې سندرې په ټولنیزو رسنیو مهشورې شوې وې.

شهریار شعور فني زده کړې د وتلو سندرغاړو ظفر اقرار اؤ کرن خان څخه کړې وې اؤ هغوئ یې خپل استاذان بلل.

د کرونا ناروغۍ څخه له رغیدو وروسته هم هغه په فیس بک لیکلي وؤ‌ چې کرن خان اؤ د رباب استاد وقار اتل یې زیات یاد شوي اؤ دهغوئ دلیدنې خواهش یې کړی ؤ.

هغه په پېښور کې د سندرغاړو د یو سازمان هنري ټولنې د مالیاتو د سکتر ذمه وارۍ هم پغاړه لرلې.

وتلي سندرغاړي کرن خان دهغه مړینه د پښتو هنر دپاره یو ستر زیان بللی اؤ ویلي یې دي چې دهغه په بې وخته مړینه نه یوازې دهغه کورنۍ بلکې ټول هنرمندان اؤ‌ پښتانه دردیدلي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې کرن خان ویلي شهریار شعور یو با احساسه اؤ‌ په پښتنو مئین هنرمند ؤ اؤ په ډیره لږه موده کې یې دخلکو په زړونو کې ځانله ځائ پیدا کړی ؤ.

دهنري ټولنې صدر اؤ تکړه سندرغاړي راشد خان یوسفزئ هم د هغه په مړینه دخفګان څرګندونه کړې اؤ ډیوه ته یې ویلي چې دشهریار مړینې ټول هنرمندان اؤ پښتانه په زړه سوري کړي دي.

هغه ویلي که شهریار شعور سره ژوند وفا کړې وه نو هیله کیده چې هغه به د راتلونکي وخت یو ډير ستر هنرمند ؤ ځکه چې هر وخت د زده کړې په تکل ؤ اؤ دښو استاذانو صحبت کې یې ناسته پاسته لر

XS
SM
MD
LG