لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپېښور په کیمپونو کې دافغانانو دکډوالۍ ژوند څنګه تیریږي؟


د افغانستان مزار شریف سره تړاو لرونکی عبدالخلیل پنځلس کلن ماشوم ؤ چې څلویښت کاله وړاندې پېښور کې په چارسده روډ د خزانې خراسان دکډوالو کیمپ ته سره د خپلې کورنۍ په کډوالۍ مجبوره شو.

هغه دلته د قالین جوړولو هنر زده کړو او هم له دغې لارې به یې ژوند تیرولو. خو اوس نوموړی ډیوه ته وایي د تیرو پنځو کالو راهسې د قالین کار کم شوی دی.

"مخکې لږ ښه ؤ اوس بس پنځه کاله تقریباً کیږي د قالین کار لږ خراب شوی دی او بیا ژوند لږ سخت روان دی. ټول کور والا د قالین کار کوي ماشومان هم کار کوي خپله هم کار کوم"

هغه وایي وړاندې به مې د کور کرایه او د بریښنا بل په وخت ورکولو خو اوس د بې روزګارۍ له امله بریښنا رانه قطع کړل شوې ده او د کور مالک هم وایي که کرایه دې رانکړه نو کور راته خالي کړه.

عبدالخلیل وایي د کور ټول لویو او ماشومانو به په یو قالین تر دریوؤ میاشتو په ګډه کار کولو او بیا به د هغې دومره ګټه تر لاسه شوه چې ژوند به په ارام تیریدو ځکه چې نورې د ژوند اسانتیاوې تر یو حده د نړیوالو مرستندویه ادارو نه تر لاسه کیدې.

روغتیایي اسانۍ

خو بل کډوال د افغانستان د فاریاب اوسیدونکی عبیدالله چې دیرش کاله اګاهو هم دغې خراسان کیمپ ته په کډه راغلی ، وایي مخکې به د صحت څانګه کې پوره مرستې کیدې خو اوس چې زما کورنۍ کې څوک ناجوړه شي نو مجبوره یم چې شخصي کلینک نه استفاده وکړم.

"مخکې چې کیدل هغه اوس نیشته، هر چاته معلومه ده او مخکې چې صحت دپاره دوایانې راتلې یا بل څیز راتلو اوس هغه څیزونه نه هسپتالونو کې شته نه بل ځایې کې شته. نن سبا دا حالات او مشکلات دي"

هغه وایي اکثره وختونو کې د ډاکټرانو د فیسونو ورکولو توان نه لري نو د کورني علاج نه ګټه پورته کوي.

تعلیمي ستونزې

دغه راز د کیمپ کډوال د تعلیم څانګه کې هم ګیله من دي او عبدالخلیل وايي دلته تر پنځم ټولګي مکتب شته خو د وړاندې تعلیم لګښتونه برابرول دهغوئ د وس نه بهر ده.

دنوموړي په وینا "سکولونه دلته نیشته بس دیني سبق وایو دلته جوماتونو کې، هسې سکول ته خاص فیس نشو ورکولی، هغوي څلور زره پنځه زره فیسونه غواړي، هغې نه لږ پاتې یو"

وایي یا خو ماشومان مدرسو کې داخل کړو او یا یې په روزګار ولګوو او صرف هاغه کډوال د پنځم ټولګي نه مخکې تعلیم اخستی شي د کومو چې اقتصاد قوي وي خو داسې کډوال دلته ډیر کم دي.

دملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار د کال ۲۰۱۷ دشمېرو ترمخه په پاکستان کې په ۱۴ لکو رجسټرډ افغان کډوالو کې ۴۸ فيصدي ماشومان دي چې عمرونه يي د اتلسو کالو نه کم دي،

په دې کې دپينځوؤ لکو ماشومانو عمرونه مکتب ته دتللو دي خو یوازې ۲۲ فيصده ماشومان د يو اېن اېچ سي ار جوړو مکتبونو ته ځي.

کډوال افغانستان ته ولې نه ستنیږي؟

دکډوال عبیدالله نه چې پوښتنه وشوه هر کله چې دلته ژوند دومره سخت دی نو دوئ افغانستان ته ولې نه ستنیږي نو وئ ویل:

"زمونږه خپل وطن کې دومره بلدیت نیشته ولې چې مونږه وړوکوالي کې دلته راغلي یو، تقریباً اتلس کاله یا دولس کاله عمر کې راغلي یو، اوس مونږ ته د هغې څه پته ده چې هغه ژوند څنګه دی. مونږ دلته اموخته شوي یو دلته آباد شوي یو"

هغه وايي فکر نه کوي چې افغانستان کې به ددې ځایې نه ژوند په ارام وي. خو زیاتوي که هلته ورته د کور او ماشومانو ته یې د مناسب روزګار او تعلیم بندوبست وکړی شو نو بیرته به لاړ شي.

په پاکستان کې افغان کډوال د تېرو څلورو لسيزو راهسې د بې کورۍ ژوند تيروي، موجوده کډوالو کې تر نيمائي زيات په پاکستان کې زیږیدلي دي۔ خو کډوال وايي غربت او د تعليم نشتوالي له امله د تعليم په مېدان کې روستو پاتې دي.

XS
SM
MD
LG