د پاکستان د سائنس او ټکنالوجۍ وزير وايي، "د پاکستان تحریک انصاف د حکومت او عمران خان نه چې د خلکو کومې تمې وې هغه نورې وې د نظام د سمولو او اصلاحاتو دپاره يې عمران خان منتخب کړی ؤ، هغه منلې چې زمونږ سستي (کوتاهۍ) وې ځکه هغه شان ونه شوه".
د وي او ای اردو څانګې سره په مرکه کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د سائنس او ټکنالوجۍ وزير فواد چودري ويلي "د عمران خان سره یې د وزیراعظم جوړېدو نه وړاندې په ډېرو موضوعاتو اوږدې خبرې اترې شوې وې، عمران خان په هر څه ښکاره دريځ درلود خو هغه شان ونه شوه هغه نه دی پوهه چې ولې داسې وشو".
"عمران خان چې وزيراعظم نه ؤ د اصلاحاتو لکه د پولیس، عدليې او نورو په اړه هغه څرګند دريځ لرلو خو د کله نه چې دا حکومت جوړ شوی د جهانګير ترين، اسد عمر او شاه محمود قرېشي خپلمنځي جګړو سياسي خلک بهر کړو او سياسي خلا جوړه شوه دغه خلا هغو خلکو ډکه کړه چې سياسي او د دغه ځای جوګه نه ؤ".
هغه وويل "يواځې په خيالاتو يا په خبروکار نه کيږي د هغې دپاره ډله (ټيم) جوړول وي چې خيال په عمل کې راولي نو چې کله د عمران خان بنيادي ډله وړقېده نو هاغه نوي خلک د دې هر څه جوګه نه ؤ او خپلمنځي جګړې پارټۍ (تحريک انصاف) ته سخت زیان اړولی دی".
دې ته پوښتنې ته چې (عام تاثر دا دی چې عمران خان په خپله ايماندار او اهل تن دی خو تجربه کار ډله ورته نه ده ترلاسه شوې يا په مشرۍ کې خرابي ده؟.
چودري وايي "ډله خو مشر ټاکي زه په خپله حېران يم چې عمران خان څه غوښتل هغه ولې ونه وشو؟، هغه مني چې هیڅ پرمختګ نه دی او دا د پاکستان دپاره ښه نه ده".
چودري وايي "دلته ويل کیږي چې پوځ ته په غېر پوځي ادارو کې رول ورکول کيږي يا پوځ رول لوبوي، نو تاسو په پارلیمان کې خپل مشرتابه وګورئ د هغې نه وروسته د صوبو مشرتابه ته وګورئ د داسې مشرتابه سره څنګه غېر پوځي سرلوړي چلېدی شي، ارو مرو به بدله لار جوړیږي او نه ده مالومه چې عمران خان ته چا مشوره ورکړې چې کمزوري خلک په مهمو ځايونو ولګوي چې خپله مرضي نه شي کولی".
د سائنس او ټېکنالوجۍ وزير وايي "مونږ پوره هڅې کړې خو خبره جوړه شوې نه ده اسد عمر چې د خزانې وزير ؤ جهانګير ترين هڅه وکړه او اسد عمر يې لرې کړو، اسد عمر چې بيا وزیر جوړ شو پوره کوشش يې وکړو جهانګير ترين يې لرو کړو بيا پکې د شاه محمود قرېشي ليدنې وشوې، دغې جګړې زيان اړولی دی او بېورکرېټس مخې ته راغلي دي".
د چودري په وېنا "حکومت په سياست او حکومتي عملدارۍ چلیږي که د دې دواړو څیزونو تول برابر نه وي نو څه وخت هم هر څه د لاسه وتلی شي او وزیراعظم ته احساس دی او وزیرانو ته يې پينځه نيمې میاشتې وخت ورکړی که خپل رول يې ونه لوبولو نو شپږ مياشتې وروسته به بيا وخت د لاسه ووځي او خبره به بل لور ته لاړه شي".