لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برتانیې ته د کرونا وايرس د نيمې پورې پېښې د پاکستان څخه تللي، راپور


د برتانیې ټيلیګراف ورځپاڼې ویلي برتانيې ته د کرونا وايرس نيم په نيمه پېښې د پاکستان څخه راغلي دي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې دعوه کړې چې د مارچ د لومړۍ نېټې څخه د پاکستان نه په 190 پروازونو کې 65زره کسان برتانيې تللي چرته چې په 4000 کسانو کې د ورځې په حساب د کرونا وايرس پېښې رپوټ کیږ‎ي او په ټولبند (لاک ډاؤن) کې د نرمۍ وروسته د کرونا پېښې سېوا شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دغه کسان چې د پاکستان څخه يې سفر کړی په دوی کې زياتره د برتانيې پاسپورټونه لري.

په ياد راپور کې د برتانيې د عامې روغتيا د شمېرو ترمخه د جون څلورمې نېټې څخه په هغو 30 کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي چا چې د پاکستان نه سفر کړی دی او دا ښايي چې د کرونا نيمې پېښې د بهر نه راغلي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په برتانيه کې تراوسه پورې په درې لکه لس زره 836 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 43زره498ترې مړه شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې په يو لک 98زره883 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او څلور زره35 کسان ترې مړه شوي دي.

د ټيليګراف ترمخه د دوبۍ امارات ائيرلاين وروسته له هغې د پاکستان څخه الوتنې ځنډولي چې په 22م جون يې هانګ کانګ ته د پاکستان څخه په تللې الوتکه کې په 30 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي وو.

ويل شوي اتحاد او فلايي دوبۍ هوايي شرکتونو هم د پاکستان څخه پروازونه ځنډولي دي.

د ورځپاڼې ترمخه جنوبي کوريا هم د پاکستان او بنګله دېش څخه د خلکو په تګ عارضي بندېز لګولی دی ځکه چې دغه هېواد ته د دې ملکونو نه د کرونا وايرس پېښې سېوا شوي دي.

د برتانيې چارواکو د پاکستان په حکومت ټينګار کړی چې په الوتکو کې د کرونا مخ په زياتي پېښې قابو کړي.

پاکستان د اپرېل د میاشتې څخه برتانيې ته خپلې د (پي ائي ای) الوتکې چلوي او دغه الوتکې د دواړو هېوادونو د خلکو په غوښتنه روانې شوې وې.

په راپور کې د چارواکو له قوله ویل شوي چې په پاکستان کې د يو لک پورې کسان د برتانيې تابعيت (شهريت) لري په دوی کې زياتره دوه تابعيتې لري او په دوی کې د څلورم اپرېل څخه د 13م مې پورې د 25زره پورې کسان برتانيه ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG