No media source currently available
د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د سټاک اېکسچېنج په مرکزي ودانۍ وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس په وېنا څلور برید کوونکي، يو د پوليس افسر او دوه د سټاک اېکسچېنج ساتونکي وژل شوي دي. راپورونه وايي د بلوچ لبرېشن ارمي په نوم ډلې د بريد زمه واري منلې ده.