لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان سره د انګور اډې او خرلاچي لارې هم پرانيزي


پاکستان ويلي د افغانستان سره د انګور اډې او خرلاچۍ لارې هم د جولائۍ په 12م نېټه د سوداګرۍ دپاره پرانيزي.

د افغانستان سره د سوداګرۍ دپاره د تورخم، چمن او غلام خان لارې د وړاندې نه پرانستل شوي دي. پاکستان دا تجارتي لارې د مارچ په مياشت کې د کرونا وبا د مخنیوي په موخه تړلې وې.

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ويلي، د افغانستان سره د تورخم، غلام خان او چمن لارې د اوونۍ شپږ ورځې 24 ساعته خلاصې وي د خالي/ شنبې ورځ د خلکو په پښو يا پېدل د تګ راتګ دپاره ده.

هغه په ټویټر ویلي، اوس په 12م جولائۍ د خرلاچي او انګور اډې لارې هم پرانيزي، افغان سوداګرو ته به هم پاکستان ته د سوداګانو رالېږلو لارې پرانستې وي.

په پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشعل هم د انګور اډې او ډنډې پټن (خرلاچي) د لارو پرانستو ويلي او دا کار يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزه سوداګرۍ دپاره مهم ګام بللی دی.

د انګور اډې لار د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان او خرلاچي لاره د کرمې ضلعې په پوله پرته ده.

د خرلاچي په لاره افغانستان ته يو کاروبار کونکی محب حسېن وايي د دې لارې بندېدو له امله سوداګر د ډېر تاوان سره مخ دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، افغانستان ته وړونکي مالونه يي په ګودامونو کې ايښودي کوم چې خرابيږي،

" ډير داسې سامانونه دې چې د لارې د بندېدو له وجې په ګودامونو کې خراب شو، ځينې تاجرانو خپل مالونه د چمن، تورخم او يا غلام خان د لارې افغانستان ته واړول په کوم چې د دوي مصرف د کرايانو په صورت ډير زيات شو".

د جنوبي وزيرستان يو سوداګر سردار علي ډيوه ته وويل د لارې بندېدو له امله نه يواځې سوداګر اغېزمن شوي بلکې ګڼ شمېر خلک ورسره بې روزګاره شوي هم دي،

" دلته د روزانه په حساب دياړي کوؤنکي، هوټلواو ګاډو مالکان ټول په خساره کې وو، په انګور اډه کې نزدې ۲۵۰۰ تنان بيلا بيلو روزګارونو سره تړلي دي او د لارې بندېدو له وجې بيا دا ټول بې روزګاره وي".

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر د کمېټۍ مشر زاهد شينواری وايي څو کاله وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمينځه د تجارت حجم درې اربه ډالره وو خو اوس دغه حجم نزدې يو اعشاريه درې بيلينو ته راټيټ شوی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل" د چين، سري لنکا او څه نورو هېوادنو په څېر د افغانستان سره هم د ازاد تجارت معاهده پکار ده چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت حجم زيات شي".

د پاکستان او پاکستان ترمنځ د مېوؤ، سبزيانو، د ودانيو د سامانونو لکه سيمنټ، سيخ، نورو خوراکي توکيو ترڅنګ د ځينې نورو څیزونو سوداګري هم کيږي.

د پاکستان او افغانستان ترمينځه د تورخم، چمن، خرلاچي، انګور اډې او غلام خان نه علاوه د مومندو او باجوړ په پولو هم د افغانستان سره د تګ راتګ دپاره لارې جوړې دي، خو د تېري اوږدې مودې راهسې د باجوړ او مومندو لارې هم بندې دي.

د يادو سيمو خلک د اوږدې مودې راهسې غوښتنه کوي بايد د افغانستان سره ټولې لارې پرانستې وي کومې چې په ځانګړې ډول د افغانستان سره په پوله د پرتو خلکو تګ راتګ اسانوي او په دې لارو سوداګري ځايي خلکو ته د روزګار موقعې هم برابروي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG