لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشریف ته سزا اورونکی داحتساب عدالت پخوانی جج ارشد ملک له نوکرۍ وویستل شو


دپاکستاني پخواني وزیراعظم نواز شریف ته سزا اورونکی داحتساب عدالت پخوانی جج ارشد ملک دلانجمنو ویډیو ګانو مخې ته د راتلو وروسته دنوکړۍ څخه ویستل شوی دی.

دمسلم لیګ نواز ګوند صدر اؤ‌ دپاکستان پارلیمان کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف وایي دې پرېکړې سره دنوازشریف بېګناهي ثابته شوې ده اؤ اوس باید دهغه دبند سزا هم ختمه کړل شي.

دپاکستاني میډیا له مخې د جج ارشد ملګ د نوکرۍ نه د ویستلو پرېکړه دلاهور هائیکورټ دمشر قاضي په مشرۍ دانتظامیي کمیټې غونډه کې اورول شوې چې پکې ددغه ایالتي محکمې اوؤ سینئیر ججانو برخه درلوده.

داحتساب عدالت جج ارشد ملک په ۲۴م دسمبر کال ۲۰۱۸م کې پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ته دالعزیزیه په نوم دوسیه کې د اوؤ کالو دبند سزا اورولې وه اؤ دفلیګ شپ په نوم یوه بله دوسیه کې یې هغه بېګناه ګرځولی ؤ.

خو نوازشریف ته له دغه سزا اورول کیدو وروسته دهغه لور مریم نواز تیرکال په شپرم جولایي یوه ویډيو مخې ته راوړې وه چې پکې داحتساب عدالت جج ارشد ملک منلې وه چې نوازشریف ته یې سزا د فشار په اساس اورولې وه.

د احتساب عدالت دجج ارشد ملک ځېنې لوڅې ویډیوګانې هم تیرکال په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې اؤ په مطبوعاتو اؤ‌ ټولنیزو رسنیو کې سیاسي فعالانو اؤ څېړونکو هاغه مهال تورونه لګولي وؤ چې دنوموړي جج نه دا ویډیوګانې هاغو قوتونو جوړې کړې وې چې نوازشریف ته یې پرې سزا اورولې وه اؤ په دې ویډیو ګانو یې هغه بلیک میل کړی ؤ.

خو جج ارشد ملک په ځان لګول شوي تورونه بې اساسه بللي وؤ اؤ محکمې ته یې په یو حلفیه بیان کې ویلي وؤ چې هغه نوازشریف ته سزا د فشار په اساس نه ده اورولې.

سترې محکمې دجج ارشد ملک په ضد د تورونو پخپله نوټس اخستی ؤ اؤ هغه یې دخپلې چوکۍ څخه ګوښه کړی ؤ خو اوس د لاهور ایالتی‌ محکمې هغه د نوکرۍ نه هم وویستلو.

په لندن کې موجود دپاکستان پخوانی وزیراعظم میا نوازشریف دا مهال په قانوني توګه د اووه کلن بند په موده کې دی خو محکمې دهغه دناروغتیا له امله هغه ته اجازه ورکړې چې دهیواد نه بهر خپل علاج وکړي.

هر څو که نوازشریف ته سزا ارونکی جج دخپل منصب څخه لرې کړل شوی خو دپاکستان دقانون وزیر فروغ نسیم تیرکال مطبوعاتو ته ویلي وؤ‌ چې دمحکمې پرېکړه به پرځائ وي.

خو بل لوري ته د مسلم لیګ(ن) مشر یا صدر شهباز شریف غوښتنه کړې وه چې هرکله جج په یوه لانجمنه پرېکړه دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شو نو باید نوازشریف ته د هغه د سزا اورولو پرېکړه هم ختمه کړل شي.

هغه په ټوئټر خپلو څرګندونو کې د جج ارشد ملک د نوکرۍ ختمولو په پرېکړه خوشحالي ښکاره کړې اؤ لیکلي یې دي چې له دې پرېکړه ثابته شوه چې جج ارشد ملک په انصاف اډاڼه فیصله نه وه کړې اؤ درې کرته منتخب وزیراعظم ته یې په ناحقه سزا اورولې وه.

شهباز شریف وایي اوس چې حقیقتونه مخې ته راغلل نو دانصاف تقاضه دا ده چې نوازشریف ته ارول شوې سزا ختمه کړل شي

XS
SM
MD
LG