لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: سرکاري کمېشن بې درکه کسان 2093 ګڼي خو د بشري حقونو تنظیمونه وایي تر پینځوس زره زیات دي


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د جبري بې درکه خلکو د موندنې لپاره جوړ حکومتي کمېشن وایي چې په تېره جون میاشت کې یې 12 نور کسان د بې درکه خلکو په لیسټ کې رجسټر کړي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه کسان چا وړي او د کومو ځایونو دي.

سرکاري کمېشن پخپل رپوټ کې ویلي چې له دوی سره ټول 6686 بې درکه کسان رجسټر وو، چې وایي په هغوی کې د 4593 قضیې سر ته رسېدلې دي او دا مهال یواځې 2093 تنه بې درکه دي خو په هېواد کې د بې درکه خلکو لپاره کارکوونکي تنظیمونه او د بشري حقونو سازمانونه دا شمېر تر دې ډېر زیات یادوي.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر د حکومتي کمېشن دعوې ردوي او وایي چې د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ اوس ټول هېواد ته غزېدلې ده خو وایي حکومت په دې اړه څه سنجیدګي نه ښکاره کوي:

"دا کوم شمېر چې دوی [حکومتي‌ کمېشن] ښیي دا غلط دی ځکه چې په زرګونو کسان سرکاري کمېشن ته رسایي نه لري چې خپل معلومات جمع کړي یا چې جمع کړې یې ده هغه دوی شمېري نه یا داسې ده چې زیاتره کسان یې مړه کړي، ښخ کړي یا غورځولي دي".

په پاکستان کې د بې درکه بلوڅانو او پښتنو لپاره کارکوونکي د بشري حقونو تنظیمونه تور لګوي چې د خلکو په جبري بې درکۍ کې د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارې لاس لري خو دغو ادارو دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

بلوچستان نېشنل ګوند تېره میاشت په دې خاطر د مرکزي حکومت له اتحاده د بېلتون اعلان کړی وو، چې وایي له دوی سره شوې ژمنې یې نه دي پوره کړې. د ګوند د مشر سردار اختر مېنګل په وینا په لوظنامه کې یوه مهمه غوښتنه یې د جبري بې درکه بلوڅانو شخړه هوارول وو.

اختر مېنګل د جون پر 20مه له وي او اې اردو سره په مرکه کې ویلي چې په 2018م کال کې یې تر لوظنامې وروسته حکومت ته د 5128 بې درکه کسانو لیسټ ورکړی وو، چې وایي له هغوی څخه په تېره دوه کلنه موده کې 418 تنه موندل شوي خو وایي په همدې موده کې تر پینځه سوه زیات نور بې درکه شوي‌ دي:

"د 500 نورو هغه بې درکه شویو کسانو لیسټ مو حکومت ته سپارلی چې له موږ سره یې رابطه کړې او موږ نور معلومات هم را غونډوو چې په راتلونکو ورځو کې به یو بل لیسټ د قومي اسمبلۍ سپیکر ته ورکوو هغه تقریباً د نهه سوه زر تنو لیسټ دی".

د پاکستان تحریک انصاف مرکزي حکومت دوه کاله مخکې په هېواد کې د جبري بې درکۍ د مخنیوي او د خلکو په بې درکۍ کې لاس لرونکو ته د سزا ورکولو لپاره د یو قانون د جوړولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده پوره کړې.

د بې درکه بلوڅانو لپاره د کارکوونکي تنظیم بلوچ مسنګ پرسنز مشر ماما قدیر بلوڅ وایي، په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې په جبري توګه د بې درکه شویو بلوڅانو شمېر 45 زره ته رسېدلی او پښتون ژغورنې غورځنګ وایي د پښتونخوا او قبایلي سیمو تقریباً لس زره کسان په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې بې درکه شوي دي خو د پاکستان د بې درکه خلکو سرکاري کمېشن دا شمېر ډېر لږ یادوي.

XS
SM
MD
LG