لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم پاکستان عباسي ولې په ژړا شو؟


د پښتون احتجاجي لاریون مشر منظور پښتون وايي د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته یې اوویل چې په پښتنو د ظلمونو کولو نه لاس په سر کیدلو په خاطر درته په پښو پریوزمه، منظور پښتون وايي د وزیراعظم ته ووې:

"زه ستاسو په پښو پرې اوزمه چې زما د پښتنو خویندو میندو نه ژوند مه وړئ"

ښاغلي پښتون وي او ای ډیوه ته اوویل چې د وزيراعظم عباسي سره په اسلام اباد کې دلیدو کتلو په وخت یې ورته د پاکستاني استخباراتي ادارو اي ایس اي او ایم اي په پښتنو باندې د ظلم قيصه کوله نو د هغه په سترگو کې اوښکې راغلې. د ښاغلي پښتون په خیال:

"دا ظلمونه دومره سخت دي چې د کربلا ثاني واقعات دي"

هغه څه قيصه وه چې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي یې په اوریدلو په ژړا شو؟ منظور پښتون وايي:

"ما وزیراعظم ته د ناروغه اتلس کلن زار خان ولد عبدالغفور قیصه کوله"

د ښاغلي پښتون تر مخه په زار خان د پاکستان ادارو د هغه د مور او پلار په مخښکې ظلم کولو چې هغه مړ شو:

" په زار خان چې تشدد شورو شو نو پلاریې ورته اوویل چې دی بیمار دی او دا ی د ناروغۍ کاغذونه دي" خو پوځیانو عبدالغفور ته اوویل خواست دې ولې وکړو:

"پلار یې هم ورله ډېر اوهلو چې خواست دې ولې وکړلو"

زار خان په جنوبي وزیرستان کې د سروکۍ تحصيل په شامکۍ کې په ٢١م اگست ٢٠١٧ د شوې چاودنې ورستو فوځیانو نیولې وو. په دغه چاودنه کې د پاکستان یو پوځي وژل شوې وو.

ښاغلی پښتون وايي د تشدد په وخت د زار خان په خله او پوزه وينه روانه شوه او دوه ورځې ورستو هغه مړ شو.

پښتون واي وزیراعظم ته یې اوویل چې د زار خان سره د خپلې مور ډیره مینه وه هغه ورپسې لیونۍ شوې ده:
"مور یې اوس لیونۍ ده او په زنځيرونو یې تړلې ده"

د پښتون تر مخه په تېرو څو کالو کې د سوونو په شمېره کې پښتانه ځلمي د پاکستاني ادارو د تشدد د لاسه وژل شوي دي او د زرگونو په شمېره کې بې درکه کړې شوي دي چې خپل خپلوان یې ورپسې غمجن دي.

پښتون وايي ما وزیراعظم ته اوویل که ظلمونه مو بند نه کړل نو پښتانه ځوانان به هم لکه د بلوڅو ځلمو په رنگه د ریاست په ضد ټوپک راوخلي.

د منظور پښتون سره د رحمان بونيري د مرکې دغه برخه دلته اورېدلې شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG