لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې د کرونا وايرس پېښې د 11 ملينو او پاکستان کې د دوه لکه 25 زرو نه سېوا شوې


د پاکستان د دولتي شمېرو ترمخه په ملک کې په تيرو 24 ساعتونو کې نور 68 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره د دې وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 4619 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې په نورو 3387 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او د دې سره په ملک کې په دې وايرس د اخته شوؤ ټولو شمېره دوه لکه، 25زره 283 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په دې وايرس اخته يو لک 25زره94 ښه شوي هم دي.

په افغانستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس 32زره324 کسانو ته پورې شوي او 819 ترې مړه شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په 188 هېوادونو کې د کرونا وايرس د اغېزمنو شمېر 11 ملينه (يو کروړ لس لکه) 74زره878 ته رسېدلې دي.

کرونا وايرس په نړۍ کې پينځه لکه25زره121 کسان مړه کړي دي.

په نړۍ کې په امریکا کې د کرونا وايرس څخه تر ټولو زياتې پېښې او مړينې شوي دي.

په امریکا کې په 27 لکه94زره153 کسانو کې د کرونا پخلی شوی او يولک 29زره 434 ترې مړه شوي دي.

په امریکا پسې برازيل په دوېم نمبر دی چرته چې په 15لکه 39زه81 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او 61زره884 ترې مړه شوي دي.

پاکستان په 12م نمبر هېواد دی چرته چې د کرونا وايرس زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG