لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا: له امریکې سره د ایټمي پروګرام پر سر د مشرانو راتلونکې غونډه امکان نه لري


واشنګټن ـــــ شمالي کوریا وایي که واشنګټن د پیانګیانګ په خلاف خپلې له دښمنۍ ډکې پالیسۍ ختم نه کړي نو په نیژدې وخت کې له امریکې سره د ایټمي پروګرام په اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو مذاکرات هیڅ امکان نه لري.

د شمالي‌ کوریا د بهرنیو چارو مرسیال وزیر چوی سانهوی د شنبې- خالي په ورځ پخپله بیان کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د هغو لیدو کتو امکان رد کړی، چې ټاکل شوې وه په نیژدې وخت کې شوي وای.

تر دې وړاندې د دې اوونۍ په پیل کې د امریکې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي وو، چې کېدای شي‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ تر را روانو ټاکنو مخکې له کیم جانګ اون سره ناڅاپي ملاقات وکړي.

د جنوبي‌ کوریا مشر مون جای اون هم په روانه اوونۍ کې د یورپي مشرانو په یو ویډیو کانفرنس کې ویلي، هیله من دی چې د امریکې تر راتلونکو انتخاباتو مخکې به د ولسمشر ټرمپ او کیم جانګ اون یو بل ملاقات وشي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چوی سانهوی پخپل بیان کې د امریکې پالیسي د خپل هېواد په وړاندې له دښمنۍ ډکه بللې او ویلي یې دي په داسې وخت کې څنګه امکان لري چې مذاکرات وکړي یا څه ډول اړیکي ورسره وساتي.

پیانګیانګ وایي امریکې چې ورسره په تېره سرمشریزه کې کومې ژمنې کړې وې وایي له هغو یې هم سرغړونه کړې ده.

له ۲۰۱۸م کال وروسته ولسمشر ټرمپ او کیم جانګ اون دوه واره سره لیدلي، چې پکې دواړو مشرانو د شمالي کوریا د ایټمي پروګرام د ختمولو په اړه خبرې کړې دي خو امریکا هم وایي چې پیانګیانګ پر ژمنو برسېره خپل ایټمي پروګرام ته وده ورکوي.

د ۲۰۱۹م کال په فرورۍ میاشت کې دغه مذاکرات هغه وخت وځنډېدل چې امریکې د شمالي کوریا دا شرط ونه مانه چې پخپل ایټمي پروګرام کې د برسېرن کمي له کبله دې ورباندې امریکا لګېدلي سخت بندیزونه ختم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG