لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د مېډیا د کنټرول ادارې پېمرا د 24 نیوز شخصي ټیلیویژن خپرونې بندې کړې


واشنګټن ــــ د پاکستان د الیکټرانیک مېډیا د څار سرکاري ادارې (پېمرا) د "24 نیوز ایچ ډي" په نامه د یو شخصي ټیلیویژن لایسنس د غیرقانوني خبرونو او د روانو چارو د پروګرامو د خپرولو په تور ختم کړی چې خبریالانو او سیاستوالو یې غندنه کړې ده.

د پېمرا له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي دې ټیلیویژن ته د "وېیلیو ټي وي" په نامه یواځې د تفریحي خپرونو لپاره اجازه ورکړل شوې وه خو وایي‌ دوی نه یواځې خپل نوم 24 نیوز ته بدل کړ بلکې خبري چېنل یې ځنې جوړ کړ.

په پاکستان کې د الیکټرانیک مېډیا اتحاد براډکاسټر اېسوسي اېشن د پېمرا له خوا د دې چېنل د بندولو ګام غندلی او ویلي یې دي چې د دې ټیلیویژن د لسګونو کارکوونکو رزق یې په خطر کې اچولی دی.

د پاکستان د خبریالانو مرکزي تنظیم فېډرل یونین آف جرنلسټس د صدر او سیکرټري جنرل له خوا په یو ګډ بیان کې پر پېمرا ټینګار شوی چې د چېنل 24 د لایسنس منسوخولو پرېکړه دې سمدستي بیرته واخلي ځکه چې وایي دا پرېکړه خبریالان اغېزمنولای شي.له وي او اې ډیوه سره د پي ایف یو جې جنرل سیکرټري ناصر زیدي وویل:

"پېمرا هیڅ واک نه لري چې یو چېنل بند کړي، پي ایف یو جې په دې باور ده چې د پېمرا دغه اقدام د حکومت له خوا د رسنیو د کنټرول تسلسل دی".

پېمرا ویلي چې د مې میاشتې په اوومه نېټه یې د دې ټیلیویژن ادارې ته خبرداری ورکړی وو، چې د لایسنس سرغړونه دې و دروي او بیرته دې له جواز سره سم په قانوني توګه یواځې تفریحي خپرونې پیل کړي، خو وایي پر بیا بیا خبرداري برسېره په غیرقانوني توګه د خبري موادو خپرولو ته دوام ورکړ.

د "24 نیوز ایچ ډي" ادارې د پېمرا له خوا د دوی د لایسنس منسخولو فیصله په هېواد کې د اظهار پر ازادۍ یو ګوزار بللی او تور پورې کوي چې پېمرا د دوی دریځ نه دی اخیستی او یواړخیزه پرېکړه یې کړې ده.

بل لور ته مسلم لیګ نواز ګوند هم د پېمرا دغه اقدام غندلی او غوښتنه یې کړې ده چې د "24 نیوز" لاینسنس سمدستي بیرته بحال کړي. د مسلم لیګ ن ویاندې مریم اورنګزېب په یو بیان کې ویلي چې د چېنل د دریځ‌ له اورېدو پرته د هغوی لایسنس منسخول ظلم دی. نوموړې ویلي:

"د عمران خان حکومت هغه ټیلیویژن چېنلونه، د مېډیا ادارې، خبریالان او د چېنلونو مالکان په نخښه کوي چې هغوی ریښتیا وایي".

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان او د پاکستان د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو او د بشري حقونو فعالانو هم د پېمرا له خوا د "24 نیوز ایچ ډي" د لایسنس د منسوخولو غندنه شوې ده.

په پاکستان کې دننه او بهر د رسنیو د ازادۍ ادارې وایي چې د تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال رسنۍ تر بل هر وخت زیاتې له بندیزونو سره مخ دي، چې وایي له کبله یې نه یواځې د بیان ازادي تر پښو لاندې شوي بلکې ګڼ شمېر خبریالان هم له بې روزګارۍ سره مخ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG