لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل به روانه اوونۍ کې د افغان سولې په تړاؤ د دریو مهمو ناستو کوربه وي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې کابل به روانه اوونۍ د دریو مهمو ناستو کوربه وي چې هدف به یې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا وي.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، ډیپلوماټیکې هڅې یې چټک کړي چې د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړي او چټک کړي.

ددغه وزارت د ویاند ګران هېواد له لوري د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیویي پیغام کې ویل شوي چې لومړۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ د شلو سیمه ییزو او لویو هېوادونو ترمنځ د جمهور رئیس په پرانیستونکي وینا پیل او د بهرنیو چارو وزیر تر رهبرۍ لاندې به پر مخ وړل کیږي.

هغه وایي دوهمه درې اړخیزه غونډه د سې شنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ده چې د ستراتیژیک ډائیلاګ تر نامه لاندې جوړېږي او درېیمه ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شي او هغه هېوادونه به په کې برخه واخلي چې په تېرو نزدې ۲۰ کلونو کې یې د افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې همکاري کړي وي.

هیواد زیاتوي"د درېوؤ واړو لویو غونډو د جوړېدو هدف د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا ده، تر څو د سولې بین الافغاني خبرې ژر پیل او مطلوبه نتایجو ته ورسېږو"

تر اوسه دا نده معلومه چې په دغو دریوؤ واړو غونډو کې به د هېوادونو په کومه کچه استازي ګډون وکړي.

طالبان وايي بین الافغاني خبرو ته هغه وخت کښیني چې د هوکړې له مخې د دویئ پینځه زره جنګیالي د افغان حکومت له زندانونو ازاد شي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په تازه ټویټونو کې ویلي چې طالبان او افغان حکومت باید د سولې د خبرو د پیل کېدو لپاره یو لړ تعاملات وکړي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی هدایت الله پکتین وایي د افغان سولې لپاره د نړیوال، سیمه ییز او داخلي اړخونو په پام کې نیول او د هغوی هڅول تر څو په سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شي او د سولې لپاره کار وکړي او د دې هدفونو د تر لاسه کولو لپاره دا ډول ناستې مهمې دي .

ښاغلی پکتین زیاتوي" سولې ته د رسیدو هدفونو د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې د دا ډول غونډو جوړول هغه لید چې د افغانستان سولې په تړاو شتون لري هغه له منځه لاړ شي، یوه سیمه ییزه او نړیوله اجماع رامنځته شي"

په افغانستان کې دا درې لویې ناستې په داسې حال کې کیږي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی او د یاد تړون له مخې باید لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو لا تر اوسه دغه مذاکرات نه دي پيل شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG